تاند- په افغانستان کې د طالبانو انشعابي ډله وايي چې پاکستان د دې ډلې مشر ملا محمد رسول اخوند لا هم نه دی خوشي کړی.
مخکې پاکستاني رسنیو ویلي و چې د طالبانو د تحریک د پخواني مرستیال ملاعبدالغني برادر ترڅنګ د طالبانو د انشعابي ډلې (د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا) مشر ملا محمد رسول اخوند او ملا عبدالصمد ثاني هم خوشي شوي دي.
د ملا عبدالغني برادر د خوشي کېدو اعلان دوې ورځې مخکې تر دې شوی و چې نوموړی په رښتیا خوشي شي.
د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا، چې د ملا هیبة الله له ډلې بېل فعالیت کوي، ویلي چې هیله لري ملا محمد رسول اخوند به ژر خوشي شي.
دې ډلې تاند ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې ملا رسول اخوند به په راتلونکو څو ورځو کې خوشي شي.
ملا محمد رسول او د طالبانو د کوټې شورا یو شمېر پخوانیو مشرانو وروسته له دې چې د ۲۰۱۵ په جولای میاشت کې د ملا محمد عمر د مړینې خبر اعلان شو، د طالبانو د نوي مشر په توګه له ملا منصور سره مخالفت وکړ او په نتیجه کې یې بېله ډله جوړه کړه.
د طالبانو د دواړو ډلو ترمنځ په ځلونو خونړۍ جګړې شوي دي.
د هیبة الله ډله د ملا رسول ډله د افغانستان په حکومت پورې تړلې بولي خو د ملا رسول ډله د هیبة الله ډله د پاکستان په پوځ او استخباراتو پورې تړلې ګڼي.