تاند- (د سنبلې ۵) طالبانو او امریکایانو له اوږدو خبرو وروسته بالاخره نن (سې شنبه) د افغانستان د سولې په اړه خپله موافقه نهايي کړه.
ټاکل شوې ده چې ژر خلیلزاد کابل ته لاړ شي او له افغان چارواکو سره د موافقې د متن او وروستیو پرمختیاوو په اړه خبرې وکړي.
باوري سرچینو تاند ته وویل، چې څو شېبې مخکې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د موافقې پر سر ټولې مسلې حل شوې او موافقه نهايي شوه.
سرچینې وايي چې د سولې موافقه به په یوه لویه غونډه کې په رسمي ډول لاسلیک شي.
مخکې هم ځینو رسنیو د طالبانو په قول ویلي و چې دا ډله غواړي د موافقې د لاسلیک لپاره یو لوی کنفرانس راوبولي څو د روسیې، چین او ملګروملتو د استازو په حضور کې موافقه لاسلیک کړي.
په قطر کې سرچینو تاند ته وویل چې روسیه، چین او ملګري ملتونه به د هوکړه لیک ضمانت کوونکي وي.
تراوسه پوري د موافقې د لاسلیک لپاره ځای نه دی ټاکل شوی.
خو ناروې، چین، قطر او ازبکستان چمتووالی ښودلی چې موافقه یې په خاوره کې لاسلیک شي.
همداراز د موافقې له لاسلیکېدو وروسته به په ناروې کې بین الافغاني خبرې پیل شي.
له بلې خوا د اسلامي حزب یو پلاوی په قطر کې له طالبانو سره له خبرو وروسته بېرته کابل ته راغلی دی.
په قطر کې سرچینې تاند ته وویل چې د حزب اسلامي په پلاوي کې غیرت بهیر، فضل الله وزین او عبدالستار خواصي شامل ول. دوی له طالبانو سره مفصلې خبرې کړي او بېرته کابل ته تللي دي.