تاند- ټاکل شوې ده چې د طالبانو استازي نن په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره خبرې پیل کړي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد او په قطر کې د طالبانو د دفتر ویندوی سُهیل شاهین ویلي چې د دواړو خواوو په دې غونډه کې به له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو پر مهالوېش او له افغانستانه پر نورو هیوادونو د تروریستي بریدونو د نه کېدو د ضمانت په اړه خبرې وشي.

دا د دواړو خواوو ترمنځ د خبرواترو شپږم پړاو دی.

امریکايي سرچینې وايي چې دا ځل به ډېر تمرکز پر اوربند وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد روانه اوونۍ په زغرده وویل، تر څو چې اوربند نه وي شوی د سولې موافقه نه شي کېدای.

خلیلزاد تر قطر مخکې روسیې، افغانستان او پاکستان ته سفر وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *