تاند، دوشنبه، د جدي ۲مه: یو پخوانی طالب چارواکی وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د اوربند پر سر اختلاف او بې باورۍ د سولې د هوکړې د لاسلیک مخه نیولې ده.
د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواری تاند ته وايي، د سولې هوکړه چمتو ده او لاسلیک ته اماده ده خو امریکا پر طالبانو فشار راوړي چې لومړی اوربند وکړي، مګر طالبان بې باوره دي او همدې اختلاف تر اوسه پورې د سولې د هوکړې د لاسلیک مخنیوی کړی دی.
نوموړی وايي، امریکايي لوري طالبانو ته له هوکړې وړاندې د لس ورځني اوربند وړاندیز کړی دی، خو په وینا یې چې طالبانو دغه غوښتنه په مسخره اخیستې او فکر کوي چې لس ورځنی اوربند دواړه لوري سولې ته نه شي رسولی.
نوموړي تایید کړه چې څو طالب مشران پاکستان ته تللي دي او د خپلو مشرانو سره د لس ورځني اوربند په اړه سلا مشورې کوي: (( په طالبان کې اختلاف موجود دی، دوی وايي چې اوربند باید له هوکړې وروسته وشي، خو امریکا ټینګار کوي چې د اوربند په ورځو کې باید د سولې هوکړه لاسلیک شي.))
نوموړی وايي، د طالبانو پالیسي داده چې د سولې له هوکړې وروسته به دایمي اوربند اعلان کړي خو په وینا یې امریکایان هم د اعتماد ترلاسه کولو لپاره ټینګار کوي چې طالبان باید له هوکړې وړاندې اوربند ته حاضر شي.
ښاغلی شینواری د سولې د هوکړې د لاسلیک بل خنډ د امریکايي لوري د ثبات نه درلودل په ګوته کوي او وايي، امریکایان په خپل قول ولاړ نه دي چې دې کار بې باوري زیاته کړې ده: (( په هوکړه کې راغلي چې یو امریکایي به هم په افغانستان کې نه پاتې کېږي، خو اوس امریکایان وایي یوازې څلور زره سرتېري باسو، دا هم د سولې خنډ موضوع ده.))
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دوه پخوانیو طالب چارواکو سید اکبر اغا او مولوي قلم الدین تاند ته وویل، طالبان په اوربند سلا مشورې کوي او روانه اوونۍ کې به د اوربند شاهدان واوسو.