تاند- په قطر کې د طالبانو او امریکایانو د خبرو د پای ته رسېدو له اعلانه وروسته د افغانستان حکومت محتاط غبرګون وښود او یوازې یې هیله ښکاره کړه چې دا جوړجاړی د بین الافغاني خبرو لار هواره کړي.
د افغانستان د ولسمشر ویندوی صدیق صدیقي نن (دوشنبه) وویل چې حکومت په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو خبرې له پیله په ځیر څارلي او د هغو په اړه یې خپلې اندېښنې او ملاحظې له خلیلزاد سره شریکې کړي دي.
صدیقي وايي، د طالبانو او امریکایانو په اووم پړاو خبرو کې کومه نتیجه ترلاسه نه شوه خو تمه لري چې اتم پړاو خبرې نتیجه ولري.
دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي، د دواړو خواوو د خبرو په نتیجه کې د موافقې ترتیب شوې مسوده د افغانستان حکومت ته سپارل شوې او حکومت د موافقې پر ځینو ټکو خپل اعتراضونه له امریکا سره شریک کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن /دوشنبه/ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، مذاکرات بیګا شپه دوه بجې ختم شول او دواړو لورو سلا کړې ده چې د راتلونکو اقداماتو لپاره به له خپلو مشرانو سره مشورې کوي.
مجاهد زیاته کړې چې مذاکرات د عرفې او اختر په اوله ورځ هم روان وو او مذاکراتي ټیمونو د شپې تر دولسو بجو پر هوکړه کار کړی دی.
ویل کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په موافقه کې راغلي چې د موافقې له لاسلیکه وروسته به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل پیلېږي، طالبان به پر امریکایانو بریدونه نه کوي خو پر افغان امنیتي ځواکونو به حملو ته دوام ورکوي.
دغه راز طالبانو منلې چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د حکومت په ګډون به له بېلابېلو افغاني خواوو سره ژر خبرې پیل کړي.