تاند – په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه ۳ برخې لري.

د دې موافقې په لومړۍ برخه کې، چې نن په دوحه کې د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لاسلیک کړه، ویل شوي چې د سولې هراړخیزه موافقه څلور برخې لري.

لومړی د داسې میکانیزم تضمین چې د افغانستان خاوره د هیڅ ډلې یا فرد له لوري د امریکا او یا د دې هیواد د متحدانو پر ضد به نه کارول کېږي.

۲- له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالوېش لپاره ضمانتونه، د میکانیزمونو پیاوړتیا او اعلان.

۳- طالبان به د روان ۲۰۲۰ د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پیلوي.

۴- دایمي او هراړخیز اوربند به د افغانانو ترمنځ د مذاکرو او دیالوګ د اجندا برخه وي. د بین الافغاني خبرو برخوال به د بشپړ او هراړخیز اوربند پر نېټې او څرنګوالي خبرې وکړي.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145396

په دې موافقه کې امریکا منلې چې په ۱۳۵ ورځو کې به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته رالږ کړي او په همدې تناسب به د نورو متحدو هیوادونو د ځواکونو شمېر کم کړل شي.

امریکا او متحدان به یې په افغانستان کې له ۵ اډو خپل پوځیان وباسي.

امریکا او متحدان به یې خپل ټول پوځیان وروسته په نهه نیمو میاشتو کې وباسي.

يه دې اعلامیه کې طالبانو ته د افغانستان اسلامي امارت لیکل شوي خو ورسره یوځای دا هم لیکل شوي چې امریکا دا ډله د امارت په توګه نه بلکې یوازې د طالبانو په توګه پېژني.

2 thoughts on “د طالبانو او امریکایانو د موافقې غټ ټکي څه دي؟”
  1. سولی او سوکاله ژوند ته هیلی د هر سالم انسان فطری خاصه ده
    هیله ده د بشری تاریخ په لمنه کی د وروستیو څو پېړیو تر ټولو ستره او اوږده او ژوره غمیزه کومه چی زموږ وولس ورسره مخامخ دی ، ورکه یا کمزوره سی
    خو
    نن سبا په هر ډګر او په هره سطحه او کچه د اعتماد او اعتبار پنوم ارزښت خپل اعتبار او اعتماد ته صدمه رسولی ده
    بناً
    د قطر د توافق اوږده میز ته په کتو سره داسی ښکاری چی
    د احمد او محمود او حامد او ډاکټر غنی او ډاکو غنی او ماکو خلیلزاد او د مظلوم وولس فرد فرد ږغ به یو بل ته د میز د اوږدوالی له امله و نه رسیږی البته دا احتمال هم شته دی چی تر میز لاندی نور غیر منتظره سِګنالونه تر غوږو سی کوم چی زموږ د رښتینو غوښتنو پر فریادونو به پارازیت خپور کړای سی
    سره لدی بیا هم
    د هری غیر منتظره او غیر مترقبه ( مثبتی یا منفی) پېښی د رامنځته کیدو احتمال به د انتظار خلاف نه وی
    ولیدل سی چی زموږ د سرنوشت قُرعه د کوم څرخ څخه څرنګه سر را باسی؟
    د خیاطی د ماشین سره آشنا کسان د ( ماکو ) په مفهوم پوهیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *