تاند، پنجشنبه، د حمل ۷مه: ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته د مارچ له لومړۍ د مارچ تر ۲۵مې نېټې پورې په جګړو کې تر ۱۰۰ زیات افغانان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، زیاتره ملکیان د حکومت د مخالفو وسله والو له لوري وژل شوي دي.
ملګروملتونو په دې تړاو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سیکانو پر یوې ګوردوارې (درمسال) په برید کې لږترلږه د ۲۵ کسانو وژل کېدو او د مارچ په شپږمه د مزاري د تلین پر مراسمو د داعش په برید کې د ۳۴ ملکیانو وژل کېدو ته اشاره کړې ده.
یوناما همدا راز د زیاتو ملکي تلفاتو مسوولیت لا هم د طالبانو پر اوږه اچولی چې ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې ترسره کوي.
په وروستیو کې طالبانو په ښارونو کې څانمګري بریدونه درولي او یا یې مسوولیت په غاړه نه اخلي خو هدفي وژنې یې یو وار بیا اوج ته رسولي دي.
یوناما همداراز د افغان ځواکونو په برید کې د مارچ په ۲۱مه په کندوز ولایت کې د ۱۱ ملکیانو مړینې ته هم اشاره کړې چې ماشومان او ښځې په کې قرباني شوې دي.
یوناما همدا راز پر ټولو لورو غږ کړی دی چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره دې تاوتریخوالی صفر ته راکم کړي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره دې سیاسي حللارې ته ورسېږي.
یوناما همدا راز د کورونا پر ضد د مؤثرې مبارزې لپاره په اوربند ټینګار کړی دی.