تاند: طالبان وايي، دوحه کې یې له امریکايي پلاوي سره خبرې نن سهاره پورې روانې وې او نن پنجشنبه ماسپښين به بیا د خبرو میز ته سره راټول شي.

طالب ویاند سهیل شاهین وايي، بیګاه تر ۲:۳۰ بجو پورې خبرې روانې وې او په مهمو مسایلو پرمختګ شوی دی.
شاهین وايي، په دې خبرو کې ملا برادر، زلمی خلیلزاد هم شته او نن ماسپښین به خبرې بیا پيل شي.

د نهم پړاو خبرو د پيل یوه اوونۍ وشوه او دواړه لوري هڅه کوي چې له افغانستان څخه د بهرنیانو وتلو او له افغانستان څخه د ترهګرۍ د ځالې نه جوړېدلو په تړاو یو تر بله وروستۍ هوکړه وکړي.

افغان حکومت وايي، زلمی خلیلزاد به یو وار افغانستان ته هم راځي او له ولسمشر غني سره به د سولې وروستي جزیات شریکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *