تاند- په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش د سختدریځو ډلو ترمنځ بیا جګړې شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې دواړه ډلې د دغه ولایت په خوږیاڼي ولسوالۍ کې سره نښتي او یو بل ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر نن /پنجشنبه/ وویل چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتي او لا هم جګړه روانه ده.

د دغه دفتر په وینا جګړه د خوږیاڼي (خوګیاڼیو) ولسوالي د وزیرو تنګي د سیمې په دار او سکندره سیمو کې نښتې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دې جګړو کې د طالبانو لږترلږه ۳ او د داعش لږترلږه ۲ تنه وژل شوي خو د دواړو خواوو د ټپیانو شمېر زیات دی.

دا دوې ډلې له څو کلونو راهیسې په ننګرهار کې له یو بل سره جنګېږي چې له کبله یې د سیمې ډېر اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *