اعلاميه
 
حزب اسلامي د دولت او سياسي ګوندونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ د جدي او صادقانه مذاکراتو په کلکه ملاتړ کوي او همداسي صادقانه بين الافغاني مذاکرات د بحران د حل تر ټولو لنډه او ډاډمنه لار ګڼي.
باور ئې دادئ چي بلواسطه مذاکرات او بهرنی وساطت ددې پر ځای چي د ستونزو په کمولو کي ممد او مرستندوی ثابت شي؛ مزيد ستونزي راولاړوي.
په ترکيه کي د طالبانو او دولت ترمنځ د ناستي او مذاکراتو تر نامه لاندي چې کوم مطالب خپارل شول؛ که دا په رښتيا د طالبانو له رښتينو او رسمي استازو سره د مذاکراتو پيل وي؛ موږ ئې نه يوازې حمايت کوو او دوام ئې غواړو، بلکي دواړو لوريو ته سپارښتنه کوو چې له دې فرصت مثبته استفاده وکړي او مذاکراتو ته تر هغه په سړه سينه او تحمل سره دوام ورکړي چې مثبت او رغنده نتائج ترلاسه شي. خو که داسي نه وي، طالبان له دې ناستي او د مذاکراتو له دي بهير سره موافق نه وي، په ترکيب ئي اعتراض لري او وايي چي د دوی رسمي استازو په دي ناستي کي برخه نه درلوده؛ نو غوره ګڼو چي دا ناسته همدلته متوقف شي او د طالبانو په توافق د داسي ناستي او مذاکراتو انتظام وشي چي د دوی اصلي او رسمي استازي پکي برخه ولري.
حزب اسلامي په غير اصولي سياست او ناسالم رقابت باور نه لري، د سياسي ګوندونو د تجزيې او وېشلو پر ځای د هغوی د ليدلوري او تګلاري د اصلاح او تصحيح او د ټولو سياسي ګوندونو ترمنځ د تفاهم فضاء رامنځته کولو هڅه کوي، غواړي جګړه پای ته ورسېږي او روان بحران ته افغاني حل و موندلی شي. دې ته ترجيح ورکوي چي سياسي ګوندونه د قوم او سمت پالني له تنګ ډنډ راووځي، ملت شمول شي، ټول ولس او د ولس ټولي پرګنې ځان پکي وګوري، اسلام او هېواد ته ژمن وي نه کوم وړوکي قوم او ټولي ته، د ګواښ ژبه او ادبيات ترک کړي، د زور کارولو او د پرديو پر مټ قدرت ته د رسېدو مخکنۍ ناکامي او خونړۍ تجربې تکرار نه کړي.
 
حزب اسلامي افغانستان
۲۸ جدي ۱۳۹۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *