کلونه جګړه کې د طالبانو پروړاندې افغان ځواکونو جګړه شدیده نه کړه، خو طالبانو او بادارانو یې فکر کو چې افغان ځواکونه د طالبانو پروړاندې د عملیاتو جوګه نه دي او امکانات نه لري.
خو پر طالبانو باندې افغان ځواکونو او افغان حکومت د دې لپاره جګړه نه سختوله چې ګوندې د سولې خبرو ته به کیني، افغان حکومت او افغان وسله وال ځواک تل په دې فکر و چې طالب تیر ایستل شوی او وژل به یې عادلانه او سم کار نه وي.
افغان ځواکونه ډير داسې موارد لري چې طالبان یې محاصره کړي، بیرته یې ورته کړۍ ماته کړې او پريښي یې دي چې ګوندې له جګړې به لاس واخلي، ډيره کله یې مخامخ طالب لیدلی چې تښتي، اجازه یې ورکړې او نه یې دی وژلی.
افغان ځواکونو او حکومت ډیر کله طالب ته ورور ویلي چې ګوندې د پردي له انحصاره به ځان خلاص کړي او نور به په جګړه کې نه ځان وژني او نه مقابل لوری افغان، خو داسې و نه شول، کلونه حوصله وشوه، خو طالب له خپل خره راکوز نه شو او هر ځای یې چې افغان ځواکونه په ګوتو ورغلي ځای په ځای یې شهیدان کړي دي.
افغان ځواکونو ډيره کله طالب د جګړې په میدان کې نیولی نه دی وژلی، زندان ته یې راوستی او دلته یې له ازادۍ پرته یو داسې ژوند وربرابر کړی چې هم دیني، هم عصري او هم حرفوي زده کړې وکړي.
تاسو به خبر یاست، هر کال د څرخي پله زندان کې د قران د حافظانو، دیني علماوو،حرفوي زده کړو فارغینو غونډې نیول کیږي، طالب چې ونیول شي، زندان کې ورته ډير فرصت شته چې ګټه ترې واخلي.
خیرن طالب چې سر یې له سپږو ډک وي، د څرخي پله زندان کې رنګ داسې شي، ته به وایي، کومه شاهي ماڼۍ کې اوسیږي، دا هر څه د دې لپآره و چې ګوندې طالب به سر ته عقل راشي او نور به له دې پردۍ جګړې لاس واخلي چې ګټه یې پنجاب او تهران ته ده او قرباني افغانستان او افغانان دي.
له دې ټولو سره سره هر کله افغان حکومت پر طالب غږ کړی چې د سولې خبرو ته کیني او هغه شرایط او اهداف چې لپآره یې جګړه کوي، د خبرو په میز مطرح کړي، خو طالب هر کله له خبرو تېښته کړې.
د سولې له خبرو د طالب تېښته دوه اوونۍ وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وه، طالب پوهیږي چې افغان حکومت سره په خبرو کې یې شرایط منل کیږي او بیا به د جګړې پلمه نه وي ورپاتې.
طالب هڅه کوي چې له سولې وړاندې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، او په دې سره بیا پآکستان ته چانس ورکړل شي چې نسبي پرمختګونه او افغان وسله وال ځواک او جوړښتونه له منځه یوسي، خو افغانان اوس ډیر هوښیار شوي او هيڅکله داسې کار نه کوي چې افغانستان د نویمو لسیزو کلونو ته یوسي.
اوس چې طالب د افغان حکومت د سولې له وړاندیز ناسم تعریف لري او فکر کوي چې افغان ځواکونه یې ورخطا کړي، نو ځکه افغان ګډو ځواکونو پروړاندې ځمکني عملیات او هوایي بریدونه زیات کړي دي.
تازه پېښو کې په بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو دومره قومندانان او وسله وال وژل شوي تر دې وړاندې به یو کال کې لا نه وژل کیدل.
په فراه، غزني، لوګر، کونړ، ننګرهار، لغمان، فاریاب، کندهار، ارزګان بدخشان، هلمند او زابل ولایتونو کې د طالبانو سرکرده کسان په هوایي بریدونو کې وژل شوي چې د مړو په راټولولو یې ستړي شول.
د کورنیو چارو وزارت وروستی راپور ښيي چې درې میاشتو کې ۲زره طالبان وژل شوي چې قومندانان هم پکې شامل دي او پنځه سوه نور نیول شوي چې سرکرده کسان پکې شامل دي.
نو دا بریدونه د دې لپاره چې طالبانو ته وښيي چې دوی ځواک لري، خو د طالبانو د وژلو لپاره قوي اراده ځکه نه لري چې طالبانو ته په تمه دي چې سوله به وکړي او هغه ډلې چې په چل او فریب باندې د طالبانو لیکو ته تللي له وژل کیدو به وژغورل شي.
راځی چه نور د ګډو وډو او پیغور ډوله مقالو او لیکنو څخه ډه ډه وکړو، راځی منفی کم او مسبت ډیر کړو،
یوه ورځ یو وای حکومت کمزوری دی بله ورځ بل وای طالیب کمزوری دی، یو اعلان کیږی چه نن ۲۰۰ عسکر ووژل شول په عین ورځ بل اعلان کوی ۲۰۰ طالیبان ووژل شول، آیا فکر مو کړی دی چه حکومت څوک دی او طالیب څوک دی؟؟؟
حکومت د طالیب د وژنی په خاطر په زر هاوو امریکایی او نور خارجی عسکر راولی، طالیبان هم د مختلیفو ملکونو خارجی جنګجو راولی
د دنیا هیڅ سلیم عقل او منطق به دا ونه منی چه په جنګ کی دا مه وژنه او دا مه ازاروه، په جنګ کی ګوړی نه ویشل کیږی، بس جنګ جنګ دی.
د طالیب سره چه کوم پنجابی، عرب او چیچنیای دی هغه ستا په عسکر رحم نه کوی، او نه ستا د ملاعمر او ملا هیبت خبره منی، او دحکومت سره چه کوم امریکایی او افغان ضد متعصبه عسکر ملګری دی هغه هم نه ځما او ستا د کرزی او داکتر غنی خبره منی.
نو مونږ او تاسو لیکوالان باید د نرمو مغزو او لیکنو څخه کار واخلو نه د شر اچولو او پیغور ډوله لیکنو څخه
الله تعا لا دی افغانستان ته ژر آمن راولی
امین
آیا طالبانو ته چا ملی ګټی تعریف کړی؟
کومه شخړه چی په کور حلیږی نورو ته وړل او ارتباط ورکول یا د شخړی عملیه اوږدول او نور خبرول څه معنی لری؟
صلح نه کول او قتل او تباهی ته ترجیح ورکول څه کمال او سړیتوب لری؟
په اسلام کی هره شخړه په جنګ حلول اوڅوچنده خرابی او تباهی د روغ سړی کار دی؟
زموږ دین ، اخلاق ،حلم او ګذشت او نور اخلاقی روشونه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت ورباندی ډک دی هغی باندی یقین او عمل ته به کله وخت ورکول کیږی یا اولی الالباب ؟
قرآنکریم وایی :
فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الاخر…
پدی آیت به کله عمل کیږی؟
اونور سلګونه تخلفات او بی دینی ، ولی؟