سيدعبدالله پاچا
په کابل کې د ملي دفاع وزارت پر یو لوژیستکي مرکز ترهګرو ډله ییز بریدونه وکړل، چې له بده مرغه طالبانو یې پړه پرغاړه اخیستې ده، خو کورنیو ځواکونو غرمه مهال د ټولو بریدګرو په شمول، یو ملکي وګړی وژل شوي او ۱۰۰ کسانو ته هغوی هم ملکي وګړي او ډېر یې د ښوونځي زده کوونکي دي، ټپیان شوي دي، تر څېرمه ټول ملکي ځایونه، د استوګنې بلاکونه او یا هم ښوونځي دي، له همدې امله د دغه ترهګر برید قربانیان ټول ملکي وګړي دي، خو دا څه نوې خبره نه ده، کوم وخت ترهګرو او طالبانو پر ملکي وګړو رحم کړی!؟ پرون هم هغوی دا ترحم و نه کړ او خپله ترهګري یې یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړه دغه برید په داسې حال کې کېږي، چې د طالب ډلې استازي په قطر کې له امریکایی پلاوي سره په افغانستان کې د سولې پر سر خبرې کوي او دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې لپاره هیله مندي ښکاره کړې ده!؟ په ورته وخت کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې پرملکي او نورو تاسیساتو بریدونه روان دي، د بیلګې په ټوګه وړمه شپه د کندهار په معروف ولسوالۍ ورته برید وشو، چې په کې یې د ټاکنو کمیسیون اته کارکوونکي هم شهیدان کړل دا بریدونه په افغانستان کې د تپل شوې جګړې لپاره د کرایه شویو طالب ډلو په واسطه په اصل کې د دښمن له خوا پلانېږي دا پر افغان حکومت په ځانګړې ټوګه پر ولسمشر غني فشارونه دي، کله چې د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو ولسمشر غني پاکستان ته د سفر پر مهال د پاکستان فرمایشونو ته غاړه ټیټه نه کړه او هغه له پاکستاني لوري سره خپلواک ولسمشر په ټوګه پرمهمو اړیکو او په ځانګړې توګه په افغانستان او قبایلي سیمو کې د پاکستان پر جګړه بحث وکړ، نو پاکستان یې چنلج کړ او دغه راز په اقتصادي ډګر کې پر ملا مات پاکستان ته یې اخطار ورکړ، که د افغان سوداګرو پر مخ هند ته لارې تړلې وساتي، نو د تورخم دروازه به د مقابل ګام په لړ کې د پاکستان پر مخ وتړي، چې له منځنۍ اسیا سره یې سوداګري ختمه شي او نور هم پاکستان په اقتصادي لحاظ په ملا مات شي، نو پاکستان اوس هڅه وکړه، چې افغان حکومت په دغه راز ترهګریزو بریدونو باندې ووېروي، خو هغوی په دغه راز ترهګریزو بریدونو او په افغانستان کې د جګړې له دوامه څه نه شي تر لاسه کولی، افغانان به د خپلې آزادۍ ساتلو له پاره نورې قربانۍ هم ورکړي، خو دا لږ وخت نیسي، خو ډېر ژر به دښمن وروستۍ هڅې هم له خاورو سره خاورې شي موږ د دښمن دغه بریدونه غندو، دا له افغانستان سره د ترهګرۍ او اورپکۍ پرضد د مبارزې لپاره له هوکړو بیا بیا سرغړونه ده، له همدې امله د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا او نړیواله ټولنه غږ کوو، چې د ترهګرۍ پر ملاتړیو هېوادونو نور فشارونه هم راوړي، چې په افغانستان کې د تپل شوې جګړې او ترهګرویزو بریدونو د مخنیوي سبب شي، که څه هم د ترهګرۍ د ساتنې له امله پاکستان په پراخه کچه زیانونه ګالي، خو دا بسنه نه کوي، بلکې تر دې لا نورو فشارونو ته اړتیا ده، چې د پاکستان د ناوړې پالیسۍ مخنیوی وکړي! خو بیا دې هم دښمن پوه شي، چې د هغوی ترهګریزو بریدونو ته افغانان سر نه شي ټیټولی او نه هم هغوی په دغه راز بریدونو سره خپلو ناوړو موخو ته رسیدای شي!
Salam .pacha saib staso mazmonona dair modalil we ma ba makhke pa peshawar ke pa pakhton post lostale.chai khafa nashe da BARAi pokhtonkhwa pakhwani masharan da amir amanullah khan aw dr Najeeb na alawa da kar saree nawo.from kpk