په دې کې شک نشته چې ډیر کله د ټيټې کچې خلک په انګیزه جنګيږي خو په دوی تل نورو غټو خلکو معامله کړې وي او دوی ته فکر، عقيده او وطندوستي ته مخته کوي.
د طالبانو د جهاد په اړه ډیر وخت دا تحلیل شوی چې جنګي کسان يې د عقیدې تر نامه لاندې هر ډول وحشت ته ازاد پريښودل شوي او هر څه چې د دوی خوښه وي بايد ترسره يې کړي خو باداران او ټيکه داران يې بیا د پردو تر شا خپلې پروژې پلې کوي او د خپلې شتمني په ډیریدو لګيا دي.
د وسلوالو طالبانو تر منځ د خبرو په اړه له خواله رسنيو داسې لاسوندونه موندل شوي چې يو تن لوی کس يې بل مالي کس ته وايي چې (جنګيالیو پوسته نده فتح کړې، په حساب کې يې پیسې وانه چوې او قرارداد يې هم فسخه کړه، دوی هسې لافې وهي هيڅ يې ندي کړي.)
په بله برخه کې بیا وايي چې ( په لسګونو کسان نادرکه دي ميلمانه چا له کوټې ایستلي او وژلي دي) داسې معلوميږي چې دوی په دغه قراردادي جنګ کې سره همغږي ندي او ځکه خو ډیر تلفات هم ويني او هدف ته نه رسیږي. يو بل ځای بیا ليکي چې ( له لادرکو بغیر ۱۳۸ تنه میلمانه او مولويان وژل شوي) نو له دې معلوميږي چې دوی په هره جګړه کې په کافي اندازه ځاني او مالي زيان ويني او ليدلی.
يوه بل ځای کې بیا وايي چې ( زموږ ۶۵ميله غټه او وړه وسله او درې فيلډر او يوه سراچه موټر د ډرون طيارې په برید کې له منځه تللي، او مجاهدين چې درته وايي چې پوستې مو په جنګ فتح کړې هغه درواغ دي، هغوی له ټګ ټوک بغير له پوستو تښتيدلي )
کله کله داسې کيږي چې افغان ځواکونه تاکتيکي شاتګ کوي او قوي برید ته ځان اماده کوي نو وسلوال طالبان خپلو مشرانو ته راپور ورکوي چې ګنې دوی هغه پوستې په جګړه نيولې او دوی لاسته راوړنه لري، خو چې شاته يې قراردادیان تعقيب کړي بیا د دوی دروغ او ریښتیا معلوم شي او پیسې ورته نه ورکوي او قرارداد يې هم له منځه وړي.
له کوئټې ښار څخه د خلیفه په نوم د يوه کس ترجمان په افغانستان کې د وسلوالو له یوه قوماندان د خواله رسنيو له لارې پوښتي چې ( خبر سوم جګړې زوبل کړي یاست او اصلحه هم دوښمن ته لاسته ورغلې او هغه دوه پوستې واققعيت سکوت شوې؟ او که شوې نو هغه اصلحه او غنايم څه شول ژر احوال راکړه خلیفه صاحب انتظار دی ).
له دې معلوميږي چې د طالبانو جګړه په ریښتيا يوه قراردادي جګړه ده هغه څوک چې د جګړې امر ورته کوي بیرته نتيجې ته انتظار وي او د لاسته راوړل شويو موادو پوښتنې په دقيق ډول کوي او هغه چې د جګړې په ميدان کې دجهاد په نوم جنګيږي هغوی هم له خپلو قراردادي بادارانو سره ريښتيني ندي، ځکه چې د جګړې د لاسته راوړنو معلومات په سم ډول نه ورکوي او تر خپل منځ صادق ندي.
له وسلوالو طالبانو څخه د لاسته راغلو اسنادو څخه څرګنديږي چې د غزني په جګړه کې د پاکستان قراردادي جګړه مار ښه نتيجه نه ورکوي او د نابلدئ له وجې ډیر ځاني زیان ور اوړي.
د طالبانو په لیکو کې لا ډیر شمېر جنګيالي ځوانان په دې نپوهيږي چې د طالبانو روانه جګړه هسې د پردیو قراردادي جګړه ده او کوم اسلامي اړخ نلري، هغوی چې بې خبره دي لا هم د جهاد په نوم او عقيده جنګيږي او وژل کيږي.