تاند- ګارډین ورځپاڼې نن /جمعه/ راپور ورکړ چې د افغان طالبانو یو پلاوی له قطر څخه پاکستان ته تللی چې د افغانستان د سولې د پروسې او د افغانستان له حکومت سره د سولې د احتمالي خبرو په اړه مشوره وکړي.
ګارډین ورځپاڼې تر دې مخکې روانه اوونۍ په قطر کې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پټې خبرې افشا کړې. (تفصیل)
پاکستان ته د طالبانو د پلاوي تر سفر مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې د خبرو بل پړاو به په سعودي عربستان کې کېږي.
ورځپاڼه وايي، د طالبانو دننه دوو سرچینو ورته ویلي چې په قطر کې د طالبانو درې استازي د چهارشنبې په ورځ په دې هدف پاکستان ته لاړل چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
د طالبانو یوه جګپوړي استازي ګارډین ته وویل«په سفر تللی طالب پلاوی به د سولې د خبرو او له پاکستان سره د وروستیو معلوماتو د شریکولو په شمول پر بېلابېلو موضوعاتو وږغېږي.»
په پلاوي کې په پاکستان کې د طالبانو د رژیم پخوانی سفیر شهاب الدین لاور، د طالبانو د واکمنۍ د مهال د کورنیو چارو وزیر ملا جان محمد او د طالبانو د پوهنې پخوانی وزیر ملا عبدالسلام شامل دي.
طالب سرچینو وویل چې په پاکستان کې وروسته له دې خبرې پیل شوې چې د افغانستان او امریکا له استازو سره په وروستیو میاشتو کې بریالي تماسونه ونیول شول.
دوی زیاته کړه«طالبان او امریکایانو په قطر کې څو ځلي کتلي او سره ږغېدلي دي. دوی له کږلېچونو په ډکه لار کې یو څه پرمختګ هم کړی دی. ان شاالله موږ هیله لرو چې د خبرو په دوام کې به پرمختګ وشي.»
د طالبانو د قطر پلاوی له دې سره سره پاکستان ته تللی چې د دې ډلې ځیني غړي پر پاکستان بدګومانه شوي او حتي د دې ډلې یوه مشر ملا طیب اغا په یوه لیک کې د طالبانو له مشره غوښتي چې په خپله او د کمیسیونونو مشران له پاکستانه وباسي.
د طالبانو یوه مقام ګارډین ورځپاڼې ته وویل چې د دې ډلې اوسنی مشر ملا هیبت الله اخوندزاده هڅه کړې چې له کابل او امریکا سره د خبرو بهیر چټک کړي. پاکستان او نور ګاونډیان به په تدریج په دې پروسه کې شامل کړای شي. پاکستان یو مهم ګاونډی دی او په دې کې هیڅ شک نشته دوی غواړي چې په پروسه کې دخیل وي.»
خو یوه لوېدیځ چارواکي، چې پاکستان ته لږترلږه د طالبانو د دوو استازو له سفره خبر و، وویل چې له پاکستانیانو سره د طالبانو د استازو خبرو د دوحې له وروستیو خبرو سره ارتباط نه درلود.
دغه لوېدیځ چارواکي وویل چې دا د پاکستان یوه هڅه ده چې بیا د افغانستان د سولې پروسه په خپل لاس او کنټرول کې واخلي او حاضردمه د امریکا او نړیوالې ټولنې له فشار او انزوا خلاص شي.
«دوی او د کوټې د شورا یوه ډله له پاکستان سره د سولې د بهیر په اړه ږغېږي. دا د چین او امریکا له فشاره د خلاصون لپاره یوه جلا هڅه ده.
د ګارډین پر اساس، دغه چارواکي وویل، د طالبانو په منځ کې ځیني په دې ډول اسلام اباد ته د طالبانو د استازو پر تګ اعتراض لري او وايي، دا داسي ده لکه اسلام اباد چې جلب او احضار کړي وي.
ګارډین ورځپاڼه دغه راز وايي چې د طالبانو ترمنځ هم د جنګي قوماندانانو، چې په افغانستان کې دي او هم د هغو کسانو په منځ کې چې په پاکستان کې اوسي، درز زیات شوی دی.
ورځپاڼه وايي چې لوی اختلاف پر دې دی چې ایا خبرو ته دوام ورکړي او که ورنه کړي. همداراز د پیسو او منابعو د کنټرول پر سر اختلاف شته.