تاند- د طالبانو د کوټې شورا یو شمېر غړي وايي چې ژر به د پخواني مشر ملامحمد عمر اخوند پر ځای نوی مشر اعلان کړي.
د کوټې شورا دغه غړي، چې ځان د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا معرفي کوي او ملا عبدالمنان نیازی یې ویندويي کوي، د ملا اختر محمد منصور د مشرۍ مخالفت کوي.
دوی ادعا لري چې منصور د طالبانو د مشرتابه شورا د غړیو د اکثریت ملاتړ نه لري او د پاکستان په زور پر طالبانو تپل شوی دی.
د جولای په میاشت کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له لوري د ملا عمر د مړینې د خبر له افشا کېدو وروسته ملا اختر محمد منصور، چې د ملاعمر مرستیال و، د طالبانو د تحریک مشر اعلان شو. له ده سره له هماغه لومړیو ورځو د ملا عمر د کورنۍ د غړیو په شمول ډېرو طالب مشرانو مخالفت کاوه خو وروسته – وروسته د ملاعمر کورنۍ او یو شمېر نور طالب مشرانو د منصور مشري ومنله.
په یوه اعلامیه کې، چې د افغانستان د اسلامي امارت د عالي شورا له لوري عبدالمنان نیازي رسنیو ته لېږلې، ویل شوي چې دې شورا د نوي زعیم د ټاکلو په هکله د پنجشنبې په ورځ غونډه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې ژر به د ټولو علماوو، جهادي قومندانانو، قومي مخورو او د اسلامي امارت د ټولو استازو او مجاهدینو په ګډون نوی زعیم وټاکي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې مخکې ټاکل شوې وه چې له لوی اختر سمدستي وروسته به د نوي مشر د ټاکلو په اړه پرېکړه کوي خو د مصروفیتونو له کبله دا پرېکړه ځنډېدلې ده.
ممنون از سایت خوبتون که مطالبی در جهت افزایش آگاهی افراد قرار میدید.موفق باشید
بسیار عالی بود