تاند، دوشنبه، د میزان اوله: وروسته له هغې چې د کابل میشتو طالب مشرانو یوې ډلې پرون د راتلونکو ټاکنو لپاره د اشرف غني ملا ور وتړله، نن د طالبانو د وخت د امر بالمعروف مشر او د افغانستان د اسلامي انقلاب ګوند مشر، مولوی قلم الدین مهمند د ثبات او همپالنې له تیم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ثبات او همپالنې ټیم تایید کړه چې له مولوي قلم الدین سره څو نور پخواني طالب چارواکي هم د همپالنې ټیم ته ورغلي او له عبدالله عبدالله سره یې په لیدنه کې له هغه څخه د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
مولوي قلم الدین د طالبانو د المپیک کمېټې مشر هم پاتې شوی دی او موده مخکې یې ادعا کړې وه چې د کرکټ لومړنۍ افغان لوبډله هم ده جوړه کړیده.
دغه ببر وحشي ځناور په پنجابي دور کې نیکر منکر وزیر و، قیچيانې په لاس ښاریان یې سپکول
ډاکتر عبدالله ته د طالبانو د وخت د نیکر وزیر ورتلل به د مجاهدینو په تاریخ کې یو نوی فصل شروع کړي. هېوادوالو ته باید وویل شي چې خپل ټول پاس او لاندې سنت برابر کړي چې په راتلونکي کې له ستونزو سره مخامخ نه شئ.