تاند- د کندوز د ښار له نیولو وروسته د جرمني دفاع وزارت اعلان وکړ چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو مهالویش ځنډوي. ټاکل شوې وه چې پاتې ټول جرمني عسکر د روان میلادي کال تر پای له افغانستانه ووځي.

سره له دې چې امریکا او د ناټو نورو غړیو ویلي وو چې د راتلونکي کال په پای کې له افغانستانه پاتې شاوخوا ۱۰ زره پوځیان هم باسي خو داسي ښکاري چې د طالبانو حملې سبب شوي چې درسته نړۍ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پاتې کېدا ملاتړ وکړي.

د جرمني د دفاع وزیر ارسولا وان دیر لیین په وینا رویټرز اژانس خبر ورکوي چې وایي «دا مهمه ده چې موږ په احتیاط اوسنی وضعیت وڅارو او موږ خپله پریکړه د حقایقو او څیړونکو په استناد له شرایطو سره سم وکړو، نه د تقسیم اوقات له مخې».

د جرمني دفاع وزیر بیا د کندوز پیښې ته اشاره وکړه او ویې ویل « ناټو باید دې ته ځیر شي چې کله د افغان ماموریت د راتلونکې په اړه پریکړه کوي».

طالبان د دوشنبې په ورځ د کندوز ښار ته ننوتل. رویټرز اژانس لیکي چې د کندوز له پیښې دا څرګنده شوه چې افغان ځواکونه د بهرنیو له مرستې پرته په یوازې نه شي کولی چې د افغانستان امنیت تامین کړي.

جرمني شاوخوا ۸۵۰ سرتیرې په افغانستان کې لري. دا سرتیرې افغان امنیتي ځواکونه روزي. ټاکل شوې ده چې دا ځواکونه د روان کال تر پایه له افغانستانه ووځي خو د جرمني دفاع وزیر وویل چې اوس به یې عسکر په ۲۰۱۶ کال کې هم په افغانستان کې پاتې شي.

په کندوز کې د جرمني د ولایتي بیا رغاونې ټیم و او د ۲۰۱۳ کال په اکتوبر کې جرمني د دې ښار امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

د جرمني دفاع وزیر وویل، کندوز هغه ځای دی چې زموږ به کله هم هیر نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *