تاند- پاکستان وايي چې د طالبانو د قطر دفتر بېرته پرانستل شوی او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مارچ په میاشت کې د رسمي خبرو اترو د اجنډا او مقرراتو د ټاکلو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ ابتدايي تماسونه ټینګ شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل:«تاییدوم چې په دوحه کې د طالبانو دفتر بېرته فعال شوی او اوس د پاکستان په مرسته افغان طالبان د افغانستان د حکومت له جګپوړو چارواکو سره د رسمي خبرو د اصولو او اجنډا په باب خبرې کوي.»

یوه بل چارواکي هم تایید کړه چې افغان طالبانو په پیکینګ کې دوه پړاوه خبرې کړي دي او چین پاکستاني چارواکو ته د دغو خبرو د پایلو په اړه معلومات ورکړي دي.

تفصیلات ښيي چې په لومړنیو خبرو کې د افغان طالبانو استازیتوب قاري دین محمد کاوه، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر غړی دی. نوموړی د ۲۰۱۴ میلادي کال د نوومبر په وروستیو کې پیکینګ ته لاړ چې له چینايي چارواکو سره وږغېږي.

قاري دین محمد تېره اوونۍ په دوحه کې له جګپوړو امریکايي چارواکو سره هم خبرې کړي دي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور پر اساس اسلام اباد، پیکینګ، دوحه او یا قطر به ښايي د روانې فبرورۍ میاشتې په پای کې د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو ځای وي.

فد پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم وویل چې پاکستان د افغانستان په سوله او ثبات کې حیاتي رول او ګټې لري او تیار دی چې په دې برخه کې تروسه وسه هر ډول مرسته وکړي.

دې وویل:«موږ تیار یوو چې د امکان ترحده د پخلاینې لپاره اسانیتا برابره کړو.»

د افغان طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې له مخې یې ویل شوي وو چې طالبان له امریکایانو سره د سولې په اړه خبرې کوي.

تېر ځل د افغانستان پخواني ولسمشر په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره په دې خاطر مخالفت وکړ چې طالبانو وویل، له امریکایانو سره ږغېږي خو د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي. خو د افغانستان حکومت ظاهراً په دې اعتراض وکړ چې د قطر پر دفتر د طالبانو د اسلامي امارت لوحه او بیرغ لګول شوي دي.

One thought on “د طالبانو د دوحې دفتر د ابتدايي خبرو لپاره بېرته پرانستل شوی”
  1. da kho dera kha khabara da.ka khabare kamiabe shwe no insha,Allah che der zar ba dy tole mantaqe ta aman ao sulha rashee ao da Afghanistan ao Pakistan khalak ba wapas da taraqai ao khushalae pa taraf rawan shee.Allah de da khabare kamiabe krree.Ameen.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *