تاند- د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د دوو سره سیالو ډلو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر له تاییدېدو وروسته دا د دې ډلې ترمنځ د نښتو لومړنی باوري او تایید شوی راپور دی.
اژانس وايي، د ملا محمد عمر اخوند د کورنۍ غړي د ملا محمد منصور اختر پر مشرۍ اعتراض لري.
د دواړو طالب ډلو ترمنځ د منځګړتوب لپاره د جوړې شوې کمېټې مشر احمد رباني اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د ملاعمر کورنۍ د ځای ناستي په توګه د ملا اختر محمد منصور له ټاکل کېدو سره مخالفت کوي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې احمد رباني د پاکستان له کوټې ښاره، چې په سلګونو نور طالبان پکې د خپل منځي اختلافاتو د حل کولو لپاره په غونډو بوخت دي، خبرې کولې.
رباني وویل، پنځه تنه هغه مهال ووژل شول چې د ملا عمر کورنۍ ته وفادار قومندان ملا منصور داد الله د ملا اختر محمد منصور د پلویانو پر ضد په زابل کې په سلګونو وسله وال ځای پر ځای کړل.
رباني هیله څرګنده کړه چې کمېټه به په دې اړه چې څوک دې د طالبانو مشر وي پرېکړې ته ورسېږي.
یاری په زور نه کیږی که منصورداد الله او ملا اختر منصور دمنځګړو په هڅو پخلا هم شی نو خبره به داوربند ترحده وی بیا به هم ستونزپرځای وی چی هغه ستونزه دمشر دټاکلو پر سرد ه
ملا اختر محمد منصور خو دی کارته له سره حاضر ندی چی دخپل امارت نه تیر شی ځکه هغه وایی ما سره خلکو بعیت کړی او دادهغو امانت دی که خبره داسی وی نو زه یقین نه کوم چی دوی به سره جوړ شی مازی دمنځکړو په هڅو به دومره وشی چی ددوی په منځو کی به جګړ ه تر یو څه وخته پوری نه وی منځکړی شورا به خپله فیصله دیو نصحیت نرحده اعلان او پدی طریقه به خپله خپه دمنځګړتوب له دایری اوباسی بیا پاتی شوه دملاعمر دکورنی جاروجنجال چی ملا منصور داد الله یی په نیابت فوځی سنګر د دولت او ملامنصور په مقابل کی ساتی دافغانستان له داخله به دخپل موجودیت په اړه اعلان وکړی او دمشرتوب پګړی به دخپل خوښی کس له سره تاوه کړی خوپه هرحال دپاکستان څارګره اداره ای ایس ای به کوشش کوی چی دغه دواړه ډلی په خپلو لاسو کی دافغانستان ددولت په مقابل کی دخپلو شومو اهدافو په خاطرلاس کی ونیسی لکه څنګه چی دجهاد پرمهال اوه جهادی تنظیمو ته یی په ځای ورکړی واو هری ډلی سره یی جداجدا اړیکی ساتلی خو زما په اند ملا داد منصور ته به داډیر ه ښه تمامه شی چی ځان دپاکستان له منافقت څخه لیری وساتی اوپه خپلواک ډول طالبان له ځانه راغونډ او افغان دولت سره خپلی ستونزی حل او فصل کړی ځکه جنګ دحل لیاره نده اوبالاخره به هره مسله په خیرو حل کیږی