تاند- د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ یو وار بیا د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالي کې خونړۍ نښتې شوي دي.
د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد نن /چهارشنبه/ رسنیو ته وویل، د ملا هیبت الله د ډلې غړیو تېره شپه د ملا رسول په مشرۍ د قوماندان ملا ننګیالي پر پلویانو حمله وکړه.
د فرهاد په وینا په دې جګړه کې، چې د هیبت الله د ډلې د جګړه مارو مشري ملا صمد کوله، د دواړو خواوو ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.
دواړو ډلو په شینډنډ ولسوالي کې په ځلونو جګړې کړي خو د یو بل په حذفولو بریالي شوي نه دي.
د هیبت الله او ملا رسول ډلو تراوسه پوري د دغو جګړو په اړه څه نه دي ویلي.
وروسته له دې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ درز رامنځته شو چې د ملا عمر د مړینې خبر اعلان شو او د طالبانو د کوټې شورا د یو شمېر غړیو په شمول ځینو قوماندانانو د دې ډلې پر مخکیني مشر ملا اختر محمد منصور اعتراض وکړ چې د ملا غمر مړینه یې ولي پټه ساتلې وه.
بس دا جگړي به نوری هم دیریږي
د پردیو جګړه ده چې څنګه یی غواړی هسی به کېږی