زموږ پوهنتون ( دعوت او جهاد ) تازه د ننګرهار له فارمونو څخه د کابل علوم اجتماعي ته را نقل شوی  و. په هغه شپه د پوهنتون مخې ته محاربوي ټانګان لکه وږي پړانګان غړمبیدل . کله به يې ميلې مخامخ غره ته ونيولې، کله به ځاى پرځاى راتاو شول او شاوخوا زمکه به يې ولړزوله .

ټوله شپه مو د هغو سرو ګوليو ننداره کوله چې د مخامخ غرونو پر سر تلې راتلې .

يوه ويره خپره و، د پوهنتون مخې ته په روسي جيپانو کې پکولونه پر سر او برګ دسمالونه په غاړو کې ځوړند وسلوال ورخطا- ورخطا، تلل را تلل .

Masoodډله وسلوال کسان به راغلل، تر زنګانه به يې پرتوګونه بډ وهلي وو، د لنګوټي شملې به یې له زنګانه لاندې زنګیدې او له هر ګام سره به يې دوړې بادولې. د دوی به ماشيندارې پر اوږو وې، د چا له ملا به د مرميو شريدونه راتاو وو او چا به د راکټ مرمۍ پر اوږه کړې وې او د افشارو پر سړک به مخ په پغمان روان وو.

دغه ننداره له څو ورځو راهيسې روانه وه .

په هغه شپه ټول محصلين ورخطا ول ، يو پلاوى مو پغمان ته ولېږه چې د پوهنتون له مشر استاد سياف سره وګوري او مشوره ترې واخلي . هيئت مازيګر قضا بېرته راغى ، استاد ورته ويلي و چې له طالبانو ويره نشته او که شاوخوا کسان په پوهنتون را وخيژي، د هغوى د مخنيوي لپاره قوماندان طوفان شته.

مازيګر قضا د پوهنتون دروازې مخې ته لاړو، قوماندان په يوه وسپنيزه څوکۍ ناست و، مخامخ کولنګي چرګانو ته يې کتلې، له چرګانو وړاندې يو لم داره پسه په شنو وښو کې څرېده .

موږ ورته وويل : قوماندان صاحب! ستا نفر کم دي، که د بلاک پر سر يو ميل کلاشینکوف راکړې، موږ به خپل امنیت په خپله وساتو .

هغه مخ را وا ړو او په ډاډه غږ يې وويل :(( برادرت تا اخر قطره خون حاضر است از شما دفاع کند!))

دې خبرې لږ ډاډه کړو، خو خوب له سترګو کډه کړې وه .

ويره خيالي نه وه ، دا د افشارو سيمه وه، زموږ پوهنتون کې پخوا د مزاري تر قوماندې لاندې د وسلوالو مرکزونه وو . یو نیم ځای یې پر دیواله په ګډوډ خط لیکلي و: ( در وقت قدرت خدا را فراموش مکن!)

موږ دوه خوړنځي لرل چې نيم محصلين به يوه او نيم به بل ته تلل .

هغه غرمه ، په لومړنۍ طعام خانې بيروبار و، ملګري ته مې ويل راځه، دا بل خوړنځي ته لاړ شو،هغه په سترګو لاس کېښود او کښيناست، يوې لړزا واخیست.

ما ويل که ضعف پرې راغى، نږدې سطل ته مې لاس کړ چې څنګه مې راپورته کاوه، هغه راجګ شو:

همدومره يې وويل: هلته مې مه بيايه!

چې څنګه له ماسپښين لمانځه خلاص شوو، له لاسه يې ونيولم ، طعام خانې ته نږدې يوه تهکاو( زيرزميني ) ته يې بوتلم ، پر ديوالونو يې څو ځايه د سرو پنجو خاپونه وو، لږ اخوا د يوې ميرمنې کالي پراته وو ، ملګري مې نور شيان هم راښودل خو زه په منډه وتلى وم او باندې ولاړې ونې نه مې لاسونه راتاو کړي وو.

سهار وختي له بلاکه ووتم ، چې څنګه د پوهنتون دروازې ته ورسېدم ، د ترانو غږونه مې واورېدل او بيا لږ وروسته يوه تور رنګه ډاټسن ښکاره شوه . سپين بيرغ پرې رپېده او مخ په ښار روانه وه .

قوماندان طوفان لکه توپان الوتى و، د پوستې خالي څوکۍ پرتې وې . پر دروازه د استاد رباني او احمد شاه مسعود عکسونه سرچپه شوي وو .

نور محصلين مې خبر کړل ټول ووتو ، يو ډنګر طالب مو مخې ته راغى ، راکټ او کلاشينکوف دواړه ورسره وو .

هغه ډېر وږى او ستړى و، يوه سترګه يې په جګړه کې له لاسه ورکړې وه، يوه نږدې کورنه ورته د چايو ترموز او ډوډۍ راوړل شوه او د سړک په غاړه يې په مزه – مزه خوړله .

حيران پاتې وو ، حيرانتيا خو مو هغه وخت زياته شوه چې خبر شو طالبانو ډاکټر نجيب د ملګرو ملتونو له دفتره راويستلى دى .

د هغه پلويان خوشحاله ول، ويل يې : دادى بيا زموږ حکومت راغى او ډاکټرصاحب ته واک سپارل کېږي ، رښتيا، هغه مهال داخبره په موږ ،چې له جهادي ډلو سره مو اړيکې وې ، ډېره بده لګيده .

لږ وروسته خبر شو چې ډاکټر صاحب يې د ارګ پرڅوکۍ نه دى کينولى ، بلکې د اريانا په څلور لاري کې يې ځړولى دى .

ډله محصلان له طالبانو سره يوځاى شوو او بيا مو مخ په ښار حرکت وکړ ، چې کله د پوليتخنيک پوهنتون مخې ته ورسېدو، ګڼ شمېر خلک او دوکانداران له ګلونو او شيرينيو سره ولاړ وو او په طالبانو يې شيندلې .

نور د ډزو غږونه غلي شوي وو ، يو – يو موټر چې سپين بيرغ به پرې رپېده، په سړکونو ګرځيده .

اريانا څلور لاري ته ورسېدو ، دوه جسدونه ځوړند وو او شاوخوا ورته په سلګونو خلک راټول وو ، جسدونه تک ژيړ او وچ کلک ښکاريدل ، داسې فکر مې کاوه چې دا پلاستيکي دي او طالبان په دې کار غواړي خلکو کې ويره خپره کړي.

ستړى ستومانه بېرته راغلم او په بهارستان کې د يوه خپلوان کورته ور ننوتم ، يوه سړه تبه راباندې راغله او په کمپله کې تاوشوم .

زه د طالبانو په ټوله دوره کې کابل ښار کې وم او چې کله به د دوى له هغو ډاټسنو چې د امربالمعروف نوم به پرې ليکل شوي و او لاوډ سپیکر به پرې نصب و، ځوانان تښتېدل؛ نو ماته به د هغوى د راتګ لومړۍ ورځ په ياد شوه چې څنګه خلکو په باغ بالا کې پرې ګلونه او شيريني شيندله!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *