طیب اغا

د نظرمحمد مطمئن لیکنه –

باورې سرچينې وایې  چې د طالبانو دسیاسي کمیسون د مشر سید محمد طیب آغا د استعفی خبره او یا هم د هغه د واکونو د کمولو او یا واکونو مهارکولو خبره سمه نه ده، بلکې د شروع شوې پروپاګنډې برخه يې ګڼې.

په ۲۷ د جولای ۲۰۱۵ خبرونه خپاره شول چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد مړ شوې،  لومړی ځل نه و، څو ځله داخبره نشر شوې، ورسره داخبره هم رحیم الله یوسفزي کړي وه چې د طالبانود دوېم نمبر مشر د ملامحمد عمر مجاهد د نایب ملااخترمحمد منصور واکونه به هم کم شي او یا داچې بيخې به له مشرتابه څخه لیري شي او پر ځای به يې د ملامحمد عمر مجاهد ځوی مولوي محمد یعقوب وټاکل شي.

نن ۲۸ جولای ۲۰۱۵ دادی خبرونه خپريږي چې د طالبانو د سیاسي کمیسون مشر سید محمد طیب آغا له خپلې دندې استعفی ورکړي، داځکه چې په پاکستان کې د افغان حکومت د استازو سره د سولې د خبرو کولو خنډ دی.

بل خوا بیا وایې چې د طالبانو د شورا غړو پر طیب آغا فشار راوړي چې دهغه واکونه محدود کړي، ځکه هغه د سولې د خبرو د پرمختګ خنډ دی.

رښتیا هم سید محمد طیب آغا په پاکستان کې د پاکستاني چارواکو تر چتر او واک لاندي د خبرو سره مخالف دی، ځکه خو يې د مرې غونډه د هغوی د ویاند له خوا رد شوه.

اوس داسي معلومات دي چې داځل ملااخترمحمد منصور ته هم د پاکستان حکومت او طالبانو تر منځ رابط کس لاسرسی نه لري، تیر ځل د اسلام آباد غونډې اړوند خبرونه داو چې د ملااخترمحمد منصور په اجازه ملاعباس اخند او مولوي عبداللطیف منصور په خبرو کې ګډون کړی و.

داځل ویل کيږي کومه وعده چې د پاکستان له خوا افغان حکومت ته ورکول شوې وه چې دوېمه ناسته کې به د طالبانو استازي د هغوي په اجازه ګډون ولري او شمیر به يې زیات وي، فکر کيږي چې دغه کار ستونزمن دی، او تر ټولو سخت مخالفت يې هم په قطر کې د سیاسي کمیسون غړې کوي.

داچې ملا اختر محمد منصور نور هغه رابط سره نه ویني کوم چې د پاکستان او دوی ترمنځ به يې پېغامونه تبادله کول، او چاته يې اجازه نه ده کړي چې د سولې اړوند خبرو کې ګډون وکړي، نو ممکن همدا لاملونه وي چې اوس داسي خبرونه نشر شول چې د ملااختر محمد منصور سره د طالبانو د شورا د غړو اختلاف زیات شوې او د هغه صلاحیتونه به محدودو او یا خو به د طالبانو د مشرتابه څخه عزل کيږي.

دا هم امکان لري چې په پاکستان کې د طالبانو ځينې غړې سره راټول شي او اعلان وکړي چې ملااخترمحمد منصور نور ددوی مشر نه دی، د ملامحمد عمر مجاهد د ژوند او مرګ معلومات نه کيږي، او يو بل مشر به اعلان کړي، دا به هغه کسان وي چې تیر وختونو کې يې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانستلو او هلته د سیاسي کمیسون د غړو د تګ مخالفت کاو، دوی غوښتل چې د طالبانو سیاسي دفتر په پاکستان کې جوړ شي، اوس به همدغه ډله طالبان بیا دا ږغ هم پورته کړي چې دوی د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر دي، او داخبره به هم وکړي چې ملااخترمحمد منصور او سید محمد طیب اغا واک نه لري.

دابه هغه ډله طالبان وي چې په تیرو کلونو کې يې د پاکستان په وساطت په چین او روسيه کې په پټه خبرې کړي، افغان حکومت سره يې مسلسل ناستې درلودلي، کابل او کندهار ته يې پټ تګ راتګ کاو، د افغان حکومت مادي مرستې يې ترلاسه کړې.

دا به هغه لوبه وي چې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسي يې بهرنیانو ، افغان حکومت او پاکستان خوب لیدی، د لنډ مهال له پاره به د بهرنیانو، افغان حکومت او پاکستان دا خوب رښتیا شي، خو د جنګ جرړه ، د امنیت خرابوالی به همداسي پاتې وي، د سولې هره هڅه به ناکامه وي.

يواځي دومره به وشي چې طالبان به ووېشل شي چې د وېشلو نښې نښانې يې دادی تر سترګو کيږي، له دی مخکې هم ملامعتصم آغا جان دغه هڅه کړي وه  خو ناکام شو، ولي داځل د ملاجلیل اخند په مهارت  د ملامحمد حسن رحماني په مشرتوب چې  ملا عبدالرزاق اخند ، ملامحمد عیسی اخند او ملا محمد صادق اخند هم به هم ورسره همږغې او ملګرې وي، د ملاعباس اخند اړوند د ملااخترمحمد منصور او ملاجلیل ملګرې محتاط دي.

داچې ننۍ خبرونه د سید محمد طیب آغا د استعفی ورکول کیږي، زما په نظر همدغه لړۍ ده، ځکه د طالبانو په اعلامیو کې واضیح شوې چې د سولې خبرو بشپړ واک د سیاسي کمیسون سره دی، او هغوی د طالبانو مشرتابه ته مسؤلیت لري.

د سیاسي کمیسون واکونه هغه وخت لا نور زیات شول چې په مرې کې د پاکستان تر فشار لاندي طالب استازي د افغان حکومت سره خبرو ته کینول شول.

اوس که د سیاسي کمیسون د واک محدودیت وي او یا دهغه استعفی وي، هغه باید د ملامحمد عمر اخند له خوا تاید شي، او ملامحمد عمر اخند خو همدي پرون خبر ورکړ چې هغه مړ دی.

که د سید طیب آغا استعفی ملااخترمحمد منصور ته وړاندي کیږي، نو پرون خو همدا خبره کیدله چې دهغه واکونه هم تهدید شوې، او بې واکه شوې، آیا طیب اغا له دي څه نه دي خبر؟

ښکاري چې لوبه په افغانستان کې د جګړې اوږدیدو او د سولې له لاري امتیاز اخستلو له پاره روانه ده، پاکستان هم د خپل امتیاز هڅې کوي، طالب هم د امتیاز او خپلواکې هڅې کوي، افغان حکومت هم د زیات امتیازهڅه کوي.

يوه خبره ډیره روښانه ده، که افغان حکومت د طالبانو پر سر پاکستان ته امتیازات ورکوي نو دغه پوښتنه به افغان ولس له طالب څه کوي، او راتلونکې نسلونو ته به طالب ځواب وایې. ځکه افغان حکومت خو به ووايې چې ما د طالب پر سر دغه امتیاز پاکستان ته ورکړ، که طالب سولې ته په خپله خوښه حاضریدای نو داکار مې نه کاو، بدنامې يې طالب ته ده. ولي دا پلان دی، داسي جوړ شوې چې د افغانانو دغه اوږده او لویه جګړه چې ناټو يې ماتې ورکړه په اوبو لاهو کړي، بیا څوک ونه وایې چې افغانانو ناټو ته ماتې ورکړه، داخبره به کيږي چې طالبان د پاکستان د ګټو له پاره جنګېدل او دهغوی مزدوران و.

او داخبره هم کول په کار ده که افغان حکومت او پاکستان هڅه کوي طالبان په ډلو وویشې نو بیا به د یوه ادرس پر ځای په څو ادرسونو پسې لالهانده وي، د يوې ډلې پر ځای به له څو ډلو سره مخ وي، او تر ټولو مهمه دا چې بیا به له نظامې طالبانو سره څه ډول تفاهم کوي؟

په کار ده چې د طالبانو د وېش هڅه ونه شي، د سیاسي کمیسون په ګډون په خپلواک ډول طالبانو ته حق ورکول شي چې د سولې مذاکرات په خپله خوښه پرمخ يوسي، تر ټوله لنډه او اسانه لاره يې د طالبانو د قطر دفتر په رسمیت پېژندل دي.

4 thoughts on “د طالبانو د سیاسي کمیسون مشر سید محمد طیب آغا د استعفی اړوند”
  1. نظرمحمد مطمئن صاحب!

    دا مې هیله ده چې په ټول درنښت دا ښکتنۍ موضوعګانې درته ولیکم:

    ۱- مطمئن صاحب که ته په الله تعالی ایمان لرې او ددې وطن بچې وې! آیا د طالبانو د واکمنۍ له وخته تا دا په خپلو سترګو نه وو لیدلي چې د طالبانو په لیکو کې د پاکستان ظاهر الحاله مزدوزان وو؟ ستا دې په الله تعالی قسم وي چې کومو کسانو د AF پلیټونه لرل او پاکستان ته به پوله بې له پوښتنې او ګروېږني اووښتل هغوی دې له سترګو پناه شول؟ تا چې له امیر خان متقی سره کار کاوه، هغه د چا کس وو؟ او له چا سره په سټلایت نېغه په نیغه اړیکه لرله؟

    ۲- ستا دې په الله تعالی قسم وي چې د طالبانو د واکمني په وخت کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق کومې نا دودې په خپله په افغاني او مخلصو طالبانو ونکړې؟ یوه نومونه یې د حافظ عبدالرزاق چې د ملا عبدالبصیر ورور و، هغه یې ددې له وجهې چې دده پاکستانی اوامر یې په تګاب کې نه منل د نظامي محکمې د تورو تمبو شاته وانه چاوه؟ بیا ملاعبدالبصیر بېرته په زور را خوشي نکړ؟ او داسې نور…

    ۳- ته الله تعالی ته مخ کړه! د شمالي د سوځولو امر او حکم چا ورکړ؟ دا د کوم افغان طالب چې دالله تعالی د دین شرعي علم یې کړی وي، امر او حکم یا فرمان وو چې لاړ شئ او شمالي له یوې مخې وسوځوئ؟

    ۴- ته خو هم د امیرخان متقي تر وزرو لاندې په انټرکانټنینټال کې دېخوا او هاخوا ګرځېدې چې د اسامه په اړه د افغانستان علماء راټول کړای شوي وو، هلته علمای کرامو کومه فیصله وکړه؟ او بیا نا مرده امیرخان متقي له بي بي سي سره کومه مصاحبه وکړه ؟ او د څه شي اعلان یې وکړ؟

    ۵- په بامیانو کې د بودا د تاریخي او لرغونې مجسمي په اړه د وخت پاکستاني طالبانو له افغانی طالب او ملا سره شرعي سلا مشوره وکړه چې باید مات کړل شي او نه ؟

    ۶- د افغانستان د موزیم او نورو ځایونو څخه تاریخي اثار کوم افغانی او مسلمان طالب د نصرالله بابر کورته ورسول؟
    ۷- د شمالي او نور افغانستان څخه کوم مسلمان او په دین مین افغاني طالب خپلې خویندې او میندې پاکستاني تورمخو او دانګریز بچیانو ته په لاس ورکړې؟

    او داسې نور…
    اوس ته ووایه چې له هماغه لومړی سره الله تعالی په خپل پخواني سنت او طریقه باندې پاک او ناولي طالبان سره جلا کړي نه وو؟ لکه چې الله تعالی په سورت الانقال کې مهرباني کوي: ليميز الله الخبيث من الطيب ويجعل الخبيث بعضه على بعض فيركمه جميعا فيجعله في جهنم أولئك هم الخاسرون ( 37 ) الانقال

    مطمئن صاحب له الله تعالی شرم په کاردی، حیاء په کار ده، بس دی نور د افغان دا مظلوم ولس ولې ځوروئ؟ ترکومه نورې کونډې رنډې او یتیمان را ته په کې را زیاتوئ؟ ولې رحم مو زړه ته لاره نه کوي؟ که د الله تعالی په پاک وجود او سوال او ځواب ایمان نلرئ، نو له دنیاوالو خو هم شرم په کاردی.

    حقیقت دا دی چې طالبان له اول سره څخه سره جلا وو او دوی الله تعالی سره جلا کړي وو. اوس هم که واقعي طالبان وي هغوی باید د پاکستان له کرغېړن او مزدور سیوري لاندې نه بلکې په خپله له افغان حکومت سره سولې او خبروته ورودانګې. خپل ولس ته دا هم جوته کړي چې که د وینو او جګړې مېړه وم نن دا دی دسولې او افغاني جوړجاړې مخکښ هم یم. که واقعي طالبان دغه شان کړنې ته لاس نکړي نو بیا به خامخا د پاکستان او غرب په لوبه د یوه بې څښتنه پسه په شان قرباني کیږي.

    الله تعالی دې زمونږ سره هدایت او لارښوونه درته وکړي!

  2. نن مې د هندوستان د مشهور شخصیت اوول پاکیر زین العابدین عبدالکلام د ژوند په اړه ولوستل چې د هغه د ارزښتناکو خبرو څخه یوه دا وه چې کله هم څوک خپلواک وی نو خلک دهغه قدر کوی او په ټولنه کې خلک هغه ته احترام په سترګه ګوری زماپه اند طالبان خو په کلی توګه خپلواک ندي او افغان حکومت هم خپلواک ندی دا چې طالبانو ته د مشرتابه ټاکنه لرې کونه د بل په لاس کې وي خپلواکي نه وي نو خبرې هم پایله نلری بیا هم که دغه باداران کوم بل پلان لري او طالبان له صحنې څخه لرې کول غواړی او خبرې ورته یوه بهانه یا د وړو پوزه جوړوی بیا امکان لریا او هغه پلان هم د عمل میدان ته راوړل شوې.

  3. زه یو افغان یم چه د مذهبی او قومی او لسانی او فرهنګی او سمتی تعصب سره سخته دښمنی او کرکه لرم خو دا جرأت ځانته ورکوم چه د حقیقت په رڼا کی فریاد وکړم چه مطمئن یو هلمندی دی او هلمند هم د انګریز په پټ او ښکاره تسلط کی راګیر دی او تریاک هم د انګریز هدف دی او طالب هم د تریاکو عاشق نو نتیجه دا شوه چه مطمئن د طالب په ګډون د لندن مستقیم او غیر مستقیم نوکر او مزدور دی، په ږیره او لونګۍ ئی باید څوک و نه غولیږی.

  4. مطمئن جانه
    سلامونه او نېکې هیلې درته ډالۍ کوم
    دا دی لوی ملا صاحب خو هم مړ شو، تا خو یې له مړینې پدې لیکل شوي مضمون کې له یوې مخې انکار کړي؟ اوس یې منې که نه؟ که لا اوس هم پدې کلک ولاړ یې چې نه ملا صاحب ژوندی دی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *