په دې وروستیو کې د سولې خبرې تودې روانې دي او د سولې په پروسه کې د چین او امریکا شتون خلک یو څه هیله من کړي دي، مګر دا چې لوبه څنګه روانه ده او آیا په ریښتیا هم پایله لري او که نه. دې ته به وخت او زمان ځواب ووایي. خو یو څه ښکاره دي چې ښايي پاکستان یو ځل افغانستان ته ستر ګول ورکړي.
خو بله خوا طالبان وايي چې موږ له دې پروسې سره لیوالتیا نه لرو، زموږ سره چې څوک خبرې کوي هغوی باید په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره په اړیکه کې شي. له دې پرته بل ادرس طالبانو ته د منلو وړ نه دي. څرنګه چې طالبان په دوامدار ډول خبرو ته نه حاضرېږي او یا داسې شرطونه ږدي چې منل یې ګران دي نو افغان حکومت نورو لارو ته لاس اچوي.
افغان حکومت ځکه د پاکستان لمن نیولي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل په خپله پاکستان بولي او افغان حکومت په دې نظر دی، چې له پاکستان سره سوله له طالبانو سره سوله ده. طالبان که څه هم په پاکستاني لویو ښارونو کې ژوند کوي او د ای اس آی او پوځ تر څارنې لاندې فعالیت کوي خو بیا هم ځانونه آزاد بولي او پر ځان د پاکستان هېڅ اغېز نه مني.
نو غوښتنه دا ده، که طالبان ریښتیا هم آزاد او خپلواک او د پاکستان د لاس آله نه وي او په ریښتیا هم په افغانانو یې زړه بدېږي او په ریښتیا هم د افغانستان اوسنی حالت ورته ځوروونکي ښکاري نو باید له ځیرکتیا کار واخلي او د قطر دفتر لاس تر زنې کښې نه ني. په سیاست کې په یو او وچ دریځ درېدل ستره ناپوهي ده، بلکې هغوی باید د هرې معضلې لپاره څوګوني حلونه او د حل څو ګونې تګلارې ولټوي.
اوس هم طالبان په خپلو پخوانیو او زړو غوښتنو همداسې ټینګ ولاړ دی لکه وچه تیږه. څوارلس کاله مخکې هم کله چې امریکا له طالبانو څخه د اسامه غوښتنه کوله هغوی همداسې په خپل وچ دریځ ولاړ وو هماغه وه، چې امریکا، پاکستان او نورو هيوادونو یې پر سره معامله وکړه او د هغوی حکومت یې را وپرځاوه، اوس به هم همداسې وشي دوی دې څوک په کراچي، کوېټه، پيښور او دوحه کې ناست وي او خپلې زړې ببولالې دې وايي او پر سر به یې معامله وشي او د پخوا په څېر به یې یو ځل له نشت سره حساب کړي.
په پای کې یو ځل بیا په ټینګار سره وایم چې که دا خبره ریښتیا وي، چې طالبان د پاکستان د لاس آله نه ده او د پاکستان په خوښه کار نه کوي نو په سیاست منل او ردول د ستونزې حل نه دی بلکې د قطر دفتر باید لاس په کار شي داسې طرح دې را وړاندې کړي، چې د اسلام آباد او کابل د روانې هڅې غوره بدیل وګڼل شي او هم میدان له لاس ور نه کړي. و ما علینا الا البلاغ. لعلهم یعقلون.
همhttp://www.taand.com/archives/63236داسې ده ،باید چې دوی په خپل نوښت کومه طرحه را مخته کړی او دا چاره په خپل لاس کې واخلی،کنه همدا اوس یې په سر معامله روانه ده، بیا به یې هر څه له لاسه وتلي وي،