تاند- د طالبانو د قطر د دفتر پلاوي نن /چهارشنبه/ په مري کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د پاکستان د استخباراتي سرچینو په قول وویل، د طالبانو د قطر د دفتر د ريیس شهاب الدین دلارو په مشرۍ پلاوی روانه اوونۍ اسلام اباد ته رسېدلی چې د دغه هیواد له امنیتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغان طالبانو د پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې په مري ښارګي کې روانې دي. په همدې ښارګي کې په ۲۰۱۵ م کال هم د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې شوې وې.

خو هماغه مهال طالبانو په دې پلمه خبرې بس کړې چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ملا عمر مړینه اعلان کړه.

افغان چارواکي په مري کې د پاکستان د امنیتي او استخباراتي چارواکو او طالبانو اوسنۍ خبرې د هغه فشار د کمولو لپاره بولي چې امریکا پر پاکستان راوستی دی.

2 thoughts on “د طالبانو د قطر پلاوی د پاکستان له امنیتي چارواکو سره په مري کې خبرې کوي”
  1. جالبه دا ده چې دا مزدور او بدبخت خلک تر اوسه هم فکر کوي چې پاکستان ورسره اخلاص کوي. د سلیمان لایق خبره: اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وایي

  2. شرم ، شرم او شرم دی وی په دی منحوسو افغان دښمنه طالبانو او د پنجاب غلامانو باندی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *