تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور مخکې تر دې چې تېر کال ووژل شي، د مرګ د خطر په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه.
منصور د تېر (۲۰۱۶) کال د مې په میاشت کې هغه مهال ووژل شو چې له ایران څخه پاکستان ته روان و.
د نیویارک ټایمز د چهارشنبې د ورځې د راپور له مخې، ایران ته د سفر په مهال منصور خپل ورور او خپلوانو ته ویلي و چې د ده د وژل کېدو لپاره تیار واوسي.
نیویارک ټایمز د طالبانو د یوه قوماناندان، چې منصور ته ډېر نژدې و، له قوله لیکلي«دی په دې پوهېده چې یو څه پېښېږي. له همدې کبله ده د خپلې کورنۍ غړیو ته ویل چې باید څه وکړي او متحد پاتې شي.»
راپور وايي، غالباً پاکستان د منصور د وژلو په پلان کې لاس درلود ځکه چې پاکستان نور پر منصور باور نه درلود.
د طالبانو قوماندان وايي«پاکستان ډېرې سختې غوښتنې لرلې. منصور ورته ویل چې پر ما هر څه نه شئ منلی، زه جهاد کوم، قربانۍ ورکوم او تاسو خپلې غوښتنې پر ما تپئ.»
منصور د افغانستان د تاسیساتو؛ ښوونځیو، پلونو او سړکونو د ویجاړولو او له دې لارې د افغانستان حکومت ته د جګړې د بیې د لوړولو په اړه د پاکستان د آی ایس آی ادارې امرونه نه منل.
منصور دغه راز د سولې په خبرو کې د پاکستان پر اجنډا له تاکید کولو ډډه کوله.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم وايي چې منصور بېره لرله چې پاکستان یې وژني او له همدې کبله ده د نویو ساتونکو او سولې لټه کوله.
«ده خپلوانو ته ویلي و چې له پاکستان سره اړیکې ډېرې بدې دي، دوی ممکن ما ووژني.»
د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس، منصور مخکې تر دې چې په ټکسي کې سپور شي، د ایران په پوله کې د پاکستاني پوځیانو له لوري په سرحدي پوسته کې د دوو ساعتونو لپاره نیول شوی و.
د کندهار د والي مرستیال اغا لالی وايي «منصور د خپل ژوند په اړه ډېر اندېښمن و. ده په دې اړه د خپلې کورنۍ له غړیو سره خبرې کړې وې او حتي ورته ویلي یې و چې که ووژل شو نو د ماشومانو روزنې ته یې پام وکړي.»
د بلوچستان په نوشکي کې د منصور د سپرلۍ د موټر له ویشتل کېدو سره سم د پاکستان د سرحدي ځواک غړي د پېښې په ځای کې حاضر شول.
جنرال عبدالرازق وايي«د منصور موټر تعقیېده. د پاکستان سرحدي ځواک (فرنټیرکورپس) په ده پسې و، او په ۵ دقیقو کې له رسنیو (کمرو) سره د پېښې ځای ته ورسېد.»
سره له دې چې د منصور د سپرلۍ موټر بشپړ ویجاړ شوی و، پاکستاني پولیسو خبریالانو ته د منصور روغ پاسپورټ وښود.
ګومان کېږي چې له منصور څخه پاسپورت په پوله کې اخیستل شوی و.
با شمشیر پاکستان زندگی کرد، با شمشیر پاکستان هلاکت شد!.این درس عبرت با شد برای آنهایکه بدستور پاکستانی ها کشور خودرا ویران ، هموطنان خود را قتل وخودرا هلاکت میسازند.