تاند- د طالبانو له لوري د عزم په نوم د پسرلنیو عملیاتو په لومړۍ ورځ په کندهار کې چاودنې دوه ملکیان ووژل او د غزني د والي د دفتر په لور توغندي وویشتل شول.
له کندهار څخه د ترلاسه شوي راپور له مخې نن د دغه ولایت محبس ته نژدې په یوه چاودنه کې دوه ملکیان ووژل شول. په وژل شویو کې یوه ښځه ده.
د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک رسنیو ته وویل چې بم په یوه کڅوړه کې پټ کړای شوی و.
له بلې خوا وسله والو طالبانو نن د والي پر دفتر او هستوګنځي راکټي برید وکړ.
طالبانو ویلي چې په دې برید کې یې څو تنه وژلي دي.
خو د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي د طالبانو ادعا رد کړه، ویې ویل چې راکټونه د والي د دفتر په شاوخوا خالي مځکو لګېدلي دي.
د غزني په مُقر، ده یک او اندړ ولسوالیو کې هم نن خال خال نښتې شوي دي خو په لړ کې یې د مرګ ژوبلو په اړه راپور نه دی ترلاسه شوی.
نن د بادغیس په درو ولسوالیو کې تیت پرک نښتې روانې دي.
دا نښتې له تېرو څو ورځو راهیسي د بادغیس په بالامرغاب، اب کمري او قادیس کې پیل شوي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۲ یاغیان د عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا وسله وال طالبان په کونړ، بادغیس، زابل، میدان وردک،، غزني، هرات او هلمند ولایتونو کې وژل شوي دي.