تاند- د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو په کچه د دوو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د حل کولو لپاره خبرې پرون /دوشنبه/ په اسلام اباد کې بې نتیجې پای ته ورسېدې.
الیس ویلز، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې هم ده، د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې تهمینې جنجوعه سره وکتل چې د طالبانو د پناهځایونو پر سر د دوو هیوادونو د اختلافاتو د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دواړو خواوو له خبرو وروسته وویل شول چې دواړه هیوادونه د افغانستان پر سر د اختلافاتو کمولو ته نژدې شوي دي.
مېرمن ویلز په پرونۍ کتنه کې له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د حقاني شبکې، کوټې شورا او لشکر طیبه پر ضد اقدام وکړي.
راپورونه وايي چې پاکستان یو وار بیا وویل چې د دغو شبکو پر ضد یې اقدامات کړي او نور د ښه او بد طالب پالیسي نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د پوځي اتشې له لوري د ترافیکې پېښې یادونه هم وکړه.
تېره اوونۍ د امریکا د سفارت پوځي اتشې یو پاکستانی په موټر وواهه چې په نتیجه کې یې پاکستانی مړ شو، اوس دا هیواد غواړي چې له دې مسلې څخه په سیاسي چارو کې د امتیاز په توګه کار واخلي.
پاکستان د امریکا پوځي اتشه ممنوع الخروج کړی دی.
د امریکا درواغ او فریب هيڅ پای نه لري. بلاخره به افغانان مجبور شي لکه د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د اسلام اباد د فریب په وړاندې راپاڅېد، دغسې شان به افغانان د امریکا پر ضد هم راپاڅي!