تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د شلو ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسوول مولوي کامران وژلی دی.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب تاند ته وویل، دا مهم طالب قومندان دتېره شپه د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ په نل دشت سیمه کې وژل شوی دی.
نوموړی وايي، برید د مولوي کامران پر موټر شوی دی چې مولولي صمد، ملا داوود او مولوي اخونزاده په نوم د طالبانو څو نور مهم کسان هم په کې وژل شوي دي.
د طالبانو د شلو ولایتونو مسوول او ورسره نور قومندانان په داسې حال کې وژل کېږي چې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر دوه ورځې وړاندې وویل، ډونالډ ټرمپ ورته امر کړی دی چې پر طالبانو دې عملیاتو ته شدت ورکړي.