په افغانستان کي امارتي فرهنګ نا اشنا ندی، بلکي اشنا او ازمويل سوې پديده ده، د امارت پر مهال د سياسي قدرت تطبيق او د ملت مهار په عمودي او يو طرفه ډول کېدی، تصميم په لوړه کچه نيول کېدی او تطبيق يې پر ټولني حتمي و، پر تصميم نيونه د ټولني اغېز نه و، نو ځکه ويلای سو چي امارتي نظام يو طرفه سياسي جاده وه، له بل پلوه د ټولني تابعيت او مهار د هغي زماني په سياسي طرز کېدل چي عقلي رشد او د ټولني فکري ودې هيڅ تاثير نه درلودی، د يووېشتمي پېړۍ پيل موږ د زر کاله مخکي په سياسي طرز را پيل کړ، خو نا څاپه ډيموکراسي واکمنه سوه، افغانانو زرکلنه دوره په يوه مياشت کي ووهل او د يويشتمي پېړۍ پدېده د زر کلونو مخکي پر افکارو حاکمه سوه، نو ځکه د ډيموکراسۍ د ښه تطبيق لپاره مناسب فکري رشد نه و سوی.
طالبانو دوهم ژوند هم د تېر ژوند د اصولو پر بنسټ را پيل کړ، د طالبانو په را ژوندي کېدو سره دوی هغه سيمي ژر ونيولې چي فکري رشد يې نه و کړی، ددې سيمو خلکو خپل ارزښت نه پېژندی نو ځکه يې امارت ته لبيک ووايه، د طالباني حاکميت ځانګړني او اصول په يوېشتمه پېړۍ کي په هيڅ صورت د منلو ندي، يوازي د پس پاته خلکو د مهار لپاره څه نا څه مؤثري دي، خو د ټولني د رشد سره په ټکر کي دي، پدې وخت کي په ښارونو کي ډيموکراټيکو ارزښتونو ځای ونيوی او تر ډېره فکري بستر ورته جوړ سو، اوس چي طالبان د سولي له لاري سياسي حاکميت ته لاره پيدا کوي او په ډيموکراټيکو افکارو کي د منلو لپاره ځای پيداکول غواړي، نو بايد څه وکړي؟
د طالباني حرکت تر شا چي کوم پاليسي جوړونکي ناست دي، ددې موقع څخه په ګټه اخيستني هڅه کوي چي د افغانستان په ښارونو او متمدنو برخو کي د مشروعيت د تر لاسه کولو لپاره نمایشات وړاندي کړي، د دوی لومړی هڅه دا ده چي د موجوده حکومت تصميمونه او کړني په عامه افکارو کي سپک معرفي کړي او عامه تنفر رامنځته کړي، په هره کچه چي د موجوده حکومت پر وړاندي تنفر زياتېږي، د دوی د داخلېدو چانس زياتېږي، دا کړنه په ډېر مهارت سره کوي، له يوې خوا په افغانستان کي د سياسي اختلافونو څخه په خپله ګټه کار اخلي او له بلي خوا په شعوري ډول مامور سوي کسان دا کار کوي، په حکومت کي د جهادي پاته شونو رول ددې لامل سو چي نن د ملي مسايلو په اړه ملي دريځ نسته، هغه ډلي چي ښاغلي کرزي چاغي کړي وې او د دې ملت يوه ذره غم هم ورسره نسته، د خپلو ګټو لپاره هره ملي مسئله تحريموي او ددې سياسي تفرق څخه طالبان په پوره ډول ګټه اخلي، د دوی دوهمه هڅه داده چي د خپل ملاتړ لپاره سيمه ييز حمايت تر لاسه کړي، په افغانستان کي د سيمي دولتونه مشروع او نا مشروع سيالۍ لري، ددې سياليو لپاره طالباني حرکت د يوه پياوړي لوبغاړي په توګه لوبي ته داخل سوی دی، که چيري د سيمي د دولتونو ګټي وساتي، سيمه ييز مشروعيت تر لاسه کوي او په ډېري اسانۍ سياسي نظام ته داخلېدای سي. درېيمه هڅه يې پر نړيوالو سټيجونو د خپل پاليسۍ پر تغير او د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د مناسبي حللاري په اړه ده، تر څو د سترو قدرتونو لخوا يې ملاتړ وسي او نړیوال مشروعيت تر لاسه کړي.
د سولي د مذاکراتو اړوند د طالبانو لومړی هڅه داده چي دا مذاکرات ټکني کړي، تر څو د امريکا حوصله ختمه کړي او په نا پلان سوي شکل د افغانستان څخه ووځي او دوی د جګړې د لاري سيمي فتحه او د ۹۰ لسيزي په څېر واک ته ورسيږي، خو تر څنګ يې د مشروعيت د تر لاسه کولو پوره هڅه هم روانه ده، که چيري امريکا ونه وتل، د دوی راتګ بايد د مشروع ډلي په څېر وي او په افغان ملت کي فکري بستر ورته جوړ سوی وي، په مذاکراتو کي د طالبانو د ښځو ګډون او بيا د افغان پلاوي د ښځو سره لېدنه، هغه تغيرات دي چي دوی يې د وسيلې په توګه کاروي او د سياسي مشروعيت په لټه کي دي.