تاند- طالبان وايي چې د ملا اختر محمد منصور پر ځای د نوي مشر د موندلو لپاره په هلوځلو او بحثونو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د طالبانو سرچینو د سې شنبې په ورځ فرانس پریس خبری اژانس ته ویلي چې د مشرتابه دوه مهم کاندیدان تېر شوي دي.

د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو د مشرۍ له منلو انکار کړی او ویلي یې دي چې عمر یې لا ډېر کم دی.

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د طالبانو یوه مشر همداراز ورته وویل چې د منصور مرستیال، د حقاني شبکې مشر او د امریکایانو تر ټولو لوی دښمن سراج الدین حقاني هم د طالبانو د تحریک له مشرۍ تېر شوی دی.

سرچینې وویل:«د منصور مرستیال او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني ویلي چې په شخصي دلایلو د تحریک مشري نه شي منلی.»

طالبانو تراوسه پوري رسماً د خپل مشر وژل کېدا نه تایید کړې او نه یې رد کړې ده خو د کوټې شورا څو غړیو منلې چې منصور وژل شوی او ټېلفوني تماسونو ته نور ځواب نه وايي.
طالبانو تراوسه پوري  د ویندویانو په کچه رسماً د خپل مشر وژل کېدا نه تایید کړې او نه یې رد کړې ده خو د کوټې شورا څو غړیو منلې چې منصور وژل شوی او ټېلفوني تماسونو ته نور ځواب نه وايي

تر دې مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې سراج الدین حقاني ته پاکستان ویلي چې د مشرۍ شوق ونه کړي ځکه چې له یوې خوا په تور لیست کې دی او له بلې خوا د پاکستان او آی ایس آی نوم ورپوري تړل شوی دی. که مشر شو د پاکستان ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

فرانس پریس خبری اژانس له مشرۍ د ملا یعقوب او سراج الدین لاس اخیستو ته په اشارې وايي چې له دې سره به د طالبانو د مشرتابه شورا، چې د پاکستان په یوه نامعلوم ځای کې د نوي مشر د غوره کولو لپاره راټوله شوې ده، ستونزې لا زیاتې شي.

ژورنالیست او د طالبانو خواخوږي رحیم الله یوسفزي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«که طالبان غواړي چې په خپل تحریک کې یووالی راوړي، یوازې یعقوب ټولې ډلې سره رایوځای کولی شي او ټول یې د مشر په توګه منلی شي.

یعقوب ځوان او نامتنازع دی او د یووالی سمبول دی خکه چې د طالبانو د تحریک د موسس زوی دی، خو که حقاني مشر وټاکل شو امریکا به لا ډېره وپاروي.»

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو تراوسه پوري رسماً د خپل مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدا تایید یا رد کړې نه ده.

یوه بل طالب مشر، د نوم د نه خپرېدو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«اصلي مسله دا ده چې د طالبانو تحریک له نور انشعابه وژغورل شي.»

ده دا هم وویل چې د طالبانو مشران د بې پېلوټه الوتکو د حملې د احتمال له کبله پر له پسې د خپلو غونډو ځای بدلوي.

تر دې پخوا په کوټه او بلوچستان ایالت کې، چې باور کېږي د طالبانو شورا پکې غونډه کوي، د طالبانو لپاره تر ټولو خوندي سیمه وه او د منصور خلاف تر وروستۍ حملې مخکې پر دې سیمه هیڅ برید نه و شوی.

د طالبانو دغه بې نومه مشر فرانس پریس ته ویلي چې ممکن د نوي مشر پر غوراوي زیات وخت تېر شي.

د طالبانو د خوښې په نورو کاندیدانو کې یو هم ملا عبدالغني برادر دی چې په پاکستان کې یې څو کاله بند تېر کړی دی.

 ملا برادر د ملا عمر مرستیال و خو ویل کېږي چې په پټه یې د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو لپاره تماس ونیوه او له همدې کبله پاکستان په ۲۰۱۰ م کال ونیوه او په ۲۰۱۳ م کال یې خوشي کړ مګر له هماغه وخته په پاکستان کې په خپل کور کې نظر بند دی.

د دې ترڅنګ مولوي هیبت الله او ملا عبدالقیوم ذاکر دوه نور کاندیدان دي.

د تېر کال په جولای کې، کله چې د ملاعمر مړینه او ورپسې د منصور مشري اعلان شوه، ډېرو طالبانو د نوموړي له مشرۍ سره مخالفت وکړ. اوس د طالبانو پخوانی تحریک لږترلږه په دوو مهمو برخو وېشل شوی او د هغوی په منځ کې خورا بې باوري رامنځته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *