یو تازه راپور وایي چې په تیرو دریو اونیو کې د طالبانو د هیروینو په فابریکو باندې د بمباریو له کبله دې ډلې ته شاوخوا اتیا میلیونه ډالره تاوان رسیدلی دی خو له بلې خوا نن سهار مې په بي بي سي کې واورېدل چې د غزني د قره باغ ولسوالي د غرنیو سیمو د دیرشو کلیو په اوسېدونکو باندې طالبانو لارې بندې کړې دي او په تللیو لارو کې یې ورته ماینونه خښ کړي دي چې یا مالیه راکړئ او یا مو لارې بندوو.

 مطلب دا چې په طالب باندې که د هیروینو ګټه ودریږي نو بیا به له خلکو په زوره پیسې اخلي. ایا دا کار اسلامي دی؟ په حقوقي لحاظ خو یو دولت خپل تعریف لري او طبعا په هغه تعریف باندې طالبان نه راځي. نو دوی ولې مالیه اخلي. که چیرې د دوی خیالي خبره ومنو او دوی ته امارت ووایو نو ایا دا په کوم دین او آیین کې روا خبره ده چې یو حکومت خپل رعیت ته ووایي چې که مالیه نه راکوئ، په لاره کې ماینونه درته خښوو.

 که همدا نن یوه ښځه په اولاد ناروغه وي او شفاخانې ته رسول یې لازم وي، دا به څه کوي؟ مالیه خو یوازې د جایداد څښتنان ورکوي. غریبو خلکو څه ګناه کړې ده چې لارې ورباندې بندې شي؟ په لاره خو غریب او شتمن، نارینه او ښځه، زمیندار او بې زمینه، ماشوم او لوی، جوړ او ناجوړ هر څوک سفر کوي. ایا اسلام دا نه وایي چې هر څوک د خپل عمل مسوول دی؟ ایا نوح علیه السلام د خپل زوی د ګناه مسوول دی؟ ایا حضرت محمد مصطفی ( ص) د خپلو هغو خپلوانو د اعمالو مسوول دی چې له اسلام او توحیدي دین سره یې مخالفت او دښمني کوله؟ ځواب خو څرګند دی چې د اسلام په مبین دین کې هیڅوک د بل چا د ګناه ځواب نه وایي نو چې داسې ده طالب که حتی په رښتیا د مالیې د ټولولو حق ولري، د کوم اسلامي او انساني اصل په اساس د مالیې ټولولو او یا په بله ژبه د غلا لپاره په دیرشو کلیو لاره بندوي؟ لطفا دې هغه کسان چې ځان د طالب طرفدار ګڼي، زما پوښتنې ته ځواب ووایي او تیښته دې نه کوي!

 لکه څنګه چې مې وویل بل خبر دا دی چې په هلمند کې د طالبانو د هیروینو فابریکې ویجاړې شوې دي. ایا کوم اسلام دا اجازه راکوي چې د هیروینو فابریکې ولرو. شراب حرام دي، چرس حرام دی او هغه مواد حرام دي چې بینادم نیشه کوي. دا د اسلام څرګند اصل دی او هیڅوک پکې شک نه کوي. په دغو موادو کې بیا تر ټولو خطرناک هیروین دي چې د مرګ باعث ګرځي او کورنۍ ورسره تباه کیږي. موږ هر یوه د افغانستان په کلیو او کوڅو کې په زرګونو پوډریان لیدلي دي چې ان د خپلو کورنیو غړي یې د مرګ غوښتنه ورته کوي ، ځکه د هیروینو په وجه بیخي له سړیتوبه وتلي وي. د هیروینو کاروباریانو ته د مرګ کاروباریان ویل کیږي، ځکه چې هیروین خرڅول په حقیقت کې د مرګ خرڅول دي. نو طالب چې یا د هیروینو له لارې خپله روزي ګټي او یا په لاره کې د ماینونو د خښولو او جبر له لارې، روزي یې حلاله ده؟ او د ژوند دا طریقه اسلامي ده؟

  متل دی وایي چې اختر پټ مېړه نه دی او بل متل دی چې وایي لمر په دوو ګوتو نه پټیږي. طالبان نه شي کولای چې د اسلام د دفاع په نوم ټولې هغه نارواوې وکړي چې په هیڅ دین او آیین کې نشته.

One thought on “د طالبانو غیراسلامي چلند | شفیق اندړ”
  1. وروره دا دی وینو ئې چه هر څه کوی.
    وروره که د پنځو کسو طالبانو صحیح لمونځ وی زه ورته د لسو کسو مالیه ورکړم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *