تاند- وسله والو طالبانو د غزني د اجرستان ولسوالي، چې یوه اوونۍ یې کلابنده کړې وه، تېره شپه ناوخته ونیوله.
د غزني ځیني چارواکي تاییدوي چې اجرستان د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. خو ځیني نور بیا وايي چې جګړه د ولسوالۍ مرکز ته رسېدلې او پولیس لا هم مقاومت کوي.
د چارواکو په وینا د ولسوالۍ د مرکز له نیولو وروسته طالبانو ۷۰ تنه کلیوال وژلي دي.
تر دې مخکې د تېرو ۵ ورځو په جنګونو کې د دې ولسوالۍ ۱۰۰ اوسېدونکي د طالبانو په حملو کې وژل شوي ول.
ویل کېږي چې اکثره وژل شوي کسان سیمه ییز پولیس او کلیوال دي.
دا هم ویل شوي چې طالبانو د ۱۵ تنو سیمه ییزو پولیسو سرونه پرې کړي دي.
یوه اونی محاصره او بیا نیول داڅنګه؟ولی حمایت نشو ولی کمکونه او لاس نیوی نشو دادامعنی ور کوی چه دولت ضعیف ده نوره دخدای خیر وکړی