خبرپاڼه

نيټه ٢،١٠،١٣٩٢

کندهار افغانستان ـ افغان پوليسو د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په يوه مسجد جامع کي ښخ سوي پنځلس ماينونه کشف او شنډ کړل.

دغه ماينونه د يادي سوي ولسوالۍ د تلوکان ساحې په شين غزي مسجد کي ځاى پر ځاى سوي ول، چي د پوليسو د استخباراتي راپور پر اساس کشف او شنډ سول.

پورته ذکر سوي ١٥ کړۍ ماينونه، يوه مخابره او ٢٥٠ فيره د پيکا مرمۍ د ياد سوي مسجد په داخل کي په خورا مهارت سره ښخ سوي ول.

افغان محلي پوليس وتوانېدل، چي د پيښو په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو وروسته هغه ساحه وپلټي او د ماينونو په خنثى کولو سره د يو لوى تعداد لمونځ کوونکو ژوند وژغوري.

د پنجوايي په يوه مسجد کي د ماينونو د ځاى پر ځاى کېدني پېښه په خپل ډول کي لومړۍ هغه نه ده، چي وسلوال طالبان يې د يوه تاکتيک په توګه کاروي، بلکه تر دې وړاندي هم د کندهار ښار په دوو مسجدونو کي له محرابونو څخه وسلې او ماينونه راکښل سوي دي.

د پنجوايي ولسوالۍ د ياد سوي مسجد د ملا امام او نورو مشکوکو اشخاصو د نيولو په اړه پلټني رواني دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *