تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۷مه: د طالبانو له بنده ازادی شوی او په کابل کې د امریکايي پوهنتون پخوانی استاد ټیموټي ویکس وايي، د افغانستان سوله یې یوه هیله ده او له افغانانو غواړي چې د یو شرعي نظام د جوړېدو لپاره لاسونه ورکړي.

نوموړي پر خپل ټوېټر، له ټولو افغانانو د ثبات لپاره سره د یو ځای کېدو غوښتنه کړې او سپارښتنه یې کړې چې د یو شرعي حکومت په جوړیدو کې سره لاسونه یو کړي: (( زه خوښ یم چې په افغانستان کې سوله ويے امن وي، خوښي وي، تاسو هاغو خلکو ته د استقامت دعا وغواړئ څوک چې تاسو ته سوله راولي، امن راولي، خوښي راولي.))

ټیموټي ویکس په قطر کې روانې خبرې بریالۍ بللي او د ښو خبرونو د زېرې په تمه دی.

ټیموټي ویکس له طالبانو سره د څو کاله بند تېرولو وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ د یوې تبادلې په پایله کې ازاد شو.

نوموړی اوس مسلمان شوی او په ټوېټر هره ورځ د افغانستان د سولې په اړه خپل نظر څرګندوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *