تاند، دوشنبه، د اسد ۷مه: عامې روغتیا وزارت د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پولیو د یوې پېښې د ثبت خبر ورکړی دی.
دا سږ کال په هلمند کې د پولیو ۵مه پېښه ده چې ثبت کېږي او له کبله یې یو ۹ کلن هلک د ټول عمر لپاره فلج کېږي.
د پولیو د مخنیوي په تړاو د عامې روغتیا د پوهاوي مسوول میرجان راسخ وايي، دا پېښه د ګرمسېر په امیر اغا کلي کې شوې ده، په داسې حال کې چې ورته یوه بله پېښه د تېرې سرطان په ۲۵مه نېټه د همدې ولایت موسی کلا کې هم شوې وه.
دغو ولسوالیو کې اکثره مهال طالبان نه پرېږدي چې خلک خپل ماشومان واکسین کړي.
د هلمند له تازه پېښې سره اوس په افغانستان کې سږ کال د پولیو د پېښو شمېر ۱۲ ته ورسېد، چې ۱۱ یې کندهار، هلمند او ارزګان کې، خو یوه یې د هېواد ختیځ کونړ ولایت کې ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د پولیو د مخنیوي په برخه کې د پوهاوي مسوول میرجان راسخ وايي، طالبانو له یو کال راهیسې په سویلي ولایتونو کې د پولیو واکسین بند کړي ځکه یې پېښې هم زیاتې شوې دي.
نوموړی وايي، طالبانو ته یې ډېرې جرګې واستولې چې پر ولس زړه وخوږوي او د پولیو واکسینو ته اجازه ورکړي خو تر اوسه یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.
پولیو هغه ناروغي ده چې یوازې په واکسینو یې مخه نیول کېدای شي، خوکه څوک پرې اخته شو نو بیا علاج نه لري.
افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه هېوادونه دي چې پولیو په کې له منځه نه ده تللې، تېر کال افغانستان کې د پولیو ۲۱ پېښې شوې وې