تاند- د پګواش نړیوالې موسسه وايي چې وسله والو طالبانو په اسلام اباد کې د دې موسسې له لوري په بلل شوې غونډه کې ګډون ونه کړ.

په دې غونډه کې، چې د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوه، په دې غونډه کې له کابله د مدني ټولنو څو غړیو برخه اخیستې وه.

طالبانو تراوسه پوري نه دي ویلي چې ولي یې په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

پګواش تر دې پخوا په فرانسه، جاپان، قطر، متحده عربي امارت او څو نورو هیوادونو کې هم د افغانستان د سولې په اړه غونډې ترتیب کړي دي.

طالبانو پخوا په دې ډول غونډو کې د خپلو استازو د ګډون هدف نړیوالو او افغانانو ته د طالبانو د تحریک د دریځونو څرګندول ښودلي دي.

په یادو غونډو کې د مدني ټولنو او د ملي شورا یو شمېر غړیو ګډون کړی و.

One thought on “د طالبانو له ګډونه پرته د پګواش غونډه جوړه شوه”
  1. زه له طالبانو نه یوه پوښتنه لرم هغه دا اول چې امریکایان لا افغانستان ته راغلي هم نه وو او د دوی په اصطلاح 12 انچه هدف یې کشف او له عربي بحر څخه یې هدف کولو او له منځه یې وړلو، اوس پوښتنه داده چې ستاسې مرکزونه ، ډلې،موټر او نور په رښتیا نه شي پیدا کولی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *