هیبة الله

تاند- راپورونه وايي، د طالبانو لوی قاضي یا قاضي الاقضات د طالبانو د تحریک د مشرتابه شورا ته لیک استولی او په هغه کې یې د اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره د ملا هیبت الله اخوندزاده پر ځای د نوي مشر د ټاکلو وړاندیز کړی دی.

د قاضي عبدالحکیم په لیک کې، چې کاپي یې نن /یکشنبه/ یو شمېر رسنیو ته په لاس ورغلې، ویل شوي چې د ملا هیبت الله اخوندزاده کمزورې رهبري د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو او درز سبب شوې ده.

ده همداراز لیکلي چې د هیبت الله د مشرتابه د ضعف له کبله د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو د قوماندانو ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.

قاضي عبدالحکیم په دغه لیک کې د طالبانو نورو مشرانو ته سپارښتنه کړې چې ځیني مادي او سیاسي مسایل د طالبانو د مشرانو د خپل منځي لانجو سبب شوي او دا کار د طالب جنګیاليو روحیې ته تاوان اړوي.

ده همداراز لیکلي، کمزورې رهبري د دې سبب شوې هم ده چې ځیني هیوادونه، ډلې او ګوندونه له طالبانو سره مالي او نورې مرستې کمې یا بیخي بندې کړي.

د طالبانو رسمي ویندویانو تراوسه پوري د قاضي عبدالحکیم د لیک په اړه څه نه دي ویلي. تر دې وړاندې هم د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو خبرونه خپاره شوي خو طالبانو په کلکه رد کړي او هغه یې د خپلو دښمنانو تبلیغات بللي دي.

2 thoughts on “د طالبانو لوی قاضي د هیبت الله اخوندزاده پر ځای د نوي مشر د ټاکلو وړاندیز وکړ”
  1. دا به هم د تیرو خطونو پشان خط وی کومو نه چی استونکو انکار وکړو او خط یی د استخباراتی کړیو او رسنیو شیطانی حرکت وباله

  2. The Chief Justice of Taleban is to send/submit his letter to the senior official of ISI of Pakistan. Hebatullah has been exposed by Pakistan and he ISI selection.

    Taleban really do not have any power to decide about their leadership.
    Poor Taleban, for two years, were not aware of of their previous leader, Mala Omer whether he is alive or not.

    Please suggest IS I that Hebatullah is not strong enough in killing of afghan innocents and poor people. ISI is to bring a very brutal, illiterate and disorganized person to the leadership of Taleban.

    Regards

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *