د پنجشنبې په ورځ د هلمند د مرکز د صافیانو په سیمه کې څلور پېغلوکې هغه وخت ووژل شوې چې واده ته روانه وې او په لاره کې ایښودل شوی ماین ورباندې وچاوېد. په همدې ورځ په یو بل راپور کې لولو چې د پکتیکا په سره روضه کې هغه دوه ماشومان چې مکتب ته روان وو، په لاره کې ایښودل شوي ماین ووژل. تېره اونۍ په یوه راپور کې وویل شول چې په تېرو شپږو میاشتو کې په کندهار کې شاوخوا شپږ سوه کسان د لارې ماینونو وژلي یا ټپیان کړي دي.
د افغانستان حکومت وایي چې دغه ماینونه معمولا طالبان خښوي چې خپل مخالفان ورباندې ووژني. د سیمې خلک هم وایي چې دغه کار طالبان کوي.
ډېر ځله داسې هم شوي دي چې طالبانو يو ځاى ماين ايښى دى او بيا يا د دوى هېر شوى چې دا كوم ځاى و، يا د فشار په نتيجه كې له هغې سيمې وتلي او ماين پاتې شوى او يا هغه د ماين طالب د ماين تر انفجار دمخه وژل شوى او بل چا ته دا معلومات نه وي چې ماين چېرته وو.
په دې سربېره ځينې كسان د لارې له ماينونو د خپلو شخصي غليمانو د ختمولو لپاره استفاده كوي. اوس چې د اتهام ځاى معلوم دى ، دوى له دغه فرصتونو د خپلو حسابونو د تصفيې لپاره كار اخلي.
كه د لارې د ماينونو موضوع له هرې خوا وشاربو ، اصلي مسوليت يې تر ډېره حده طالبانو ته متوجه دى.
طالبان چې اوس نړیوال ورباندې مهربانه شوي او په قطر کې یې سیاسي دفتر ورکړی دی، پکار ده وپوښتل شي چې د لارې د سر د ماینونو جواز کوم آیت او حدیث درکړی دی؟
څو کاله پخوا داسې اټکل شوی و چې افغانستان به تر دوه زره دیارلسم میلادي کاله پورې د ماینونو له شره بیخي وژغورل شي په راوروسته کلونو کې وویل شول چې پنځه ، شپږ کاله نور هم پکار دي چې افغانستان له ماینونو څخه په خوندي هیواد بدل شي. مګر اوس چې د ماین خښوونکو وحشت او بې رحمۍ ته ګورو نو اټکل کولای شو چې ماینونه به تر لا زیاتو کلونو پورې زموږ خلک ناکراره وساتي.
ا لبته، دا خبره باید په صراحت سره وشي چې د افغانستان په څیر جنګ ځبلې ټولنه کې شاید په لسګونو راتلونکو کلونو کې هم ماینونه د خلکو د وژلو او معیبولو سبب وګرځي. دا خبره ځکه کولای شو چې اوس هم کله نا کله په خبرونو کې اورو چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د دویم نړیوال جنګ د وخت ماینونه او منفجره مواد چیوي او د تلفاتو باعث ګرځي.
له بده مرغه افغانستان تر اوسه پورې د نړۍ په هغو پنځو هېوادونو کې شامل دی چې د ماینونو له درکه ډېر خطرناک ګڼل کېږي.
طالبان چې اوس ادعا کېږي چې د سولې خبرو ته مایل شوي دي، پکار ده د ماینونو په اړه خپله پالیسي بدله کړي او د عام ولس له قتل عامه لاس واخلي. دوی چې د اسلام دعوا کوي، خامخا به یې د هغه عمر ( رض) داستان اورېدلی وي چې د لارې د خرابوالي په وجه د یوه خره په ګوډېدو باندې پرېشانه و او دا وېره ورسره وه چې خدای به ورنه پوښتنه کوي چې ستا په زمانه کې دا لاره ولې خرابه وه چې د خره پښه پکې ماته شوه؟ طالبان باید له خپل محمد عمره هم پوښتنه وکړي چې په ماینونو باندې د دا هومره بنیادمانو یومخیزه وژنه په اسلام او انسانیت کې کوم جواز لري؟
له ځینو احصاییو سره سم همدا اوس په افغانستان کې شاوخوا سل زره داسې کسان موندلای شو چې ماینونو معلولان کړي دي. ایا دا هومره مرګ ژوبله په دې ارزي چې سړی پکې پاچهي ته ورسېږي او یو څو ورځې په ډاټسنو کې وګرځي ؟
د افغانستان رسنۍ او صاحب نظران د هیواد د اوسنۍ جګړې سیاسي اړخونو ته ډېر اهمیت ورکوي او مثلا په دې بېخي ډېرې خبرې کوي چې په قطر کې د طالبانو دفتر څنګه جوړ شو او چا جوړ کړ او نتیجه به یې څه وي؟ خو د روانې جګړې په انساني اړخ ډېر څه نه ویل کېږي او دا د افسوس خبره ده. رسنۍ باید دا اواز رااوچت کړي چې ولې باید د یو شمېر محدودو قدرت طلبو له لاسه د مکتب تنکي ماشومان او واده ته روانې معصومې نجونې ووژل شي؟
دغه راز پکار ده چې د اسلامي شریعت له نظره دغسې جنایات شرحه شي او زړه ور علما رامیدان ته شي او د اسلام د مبین دین د حقانیت په دفاع کې او د افغانستان د مظلومو او مسلمانو خلکو په دفاع کې شرعي حقایق بیان کاندي.