تاند، شنبه، د قوس ۹مه: د هلمند امنیتي سرچینې تاند ته وايي چې د هلمند د سرحدي لوا قومندان جنرال ظاهر ګل مقبل د دې ولایت د مارجې او ناوې ولسوالۍ پر لار د ماین چاودنه کې وژل شوی دی او د یو خبریال په ګډون درې نور ژوبل دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تاند ته وايي، پېښه نن سهار اته بجې د جرنامو په سیمه کې هغه مهال شوې چې د د جنرال ظاهر ګل موټر د سړک د غاړې په ماین برابر شو.

نوموړی وايي، له جنرال ظاهر مقبل پخپله په پېښه کې وژل شوی، خو د شمشاد د خبریال په ګډون درې تنه نور ژوبل دي.

تر اوسه د برید په اړه کومې ډلې څه نه دي ویلي، خو د یادونې ده چې په هلمند کې دامهال د طالبانو نفوذ زیات دی.

دا له څو میاشتو وروسته لومړنی افغان جنرال دی چې په نښه کېږي، تر ده وړاندې د کندوز امنیه قومندان په یو ځانمرګي برید کې ټپي شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *