تاند، دوشنبه، د ثور لومړۍ: د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه ملکیان وژلي دي.

 تاند ته د پکتیکا له امنیه قومندانۍ څخه نن دوشنبه ماسپښین په رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، پېښه تېره ورځ ناوخته د برمل په مرغې سیمه کې شوې ده چې په ترڅ کې یې پنځه ملکیان وژل شوي او ۲ ژوبل دي.

 خبرپاڼه وايي، ماین طالبانو ځای پر ځای کړی و او د ملکیانو پر موټر یې چاودنه کړې ده، خو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو په تېرو ۹ ورځو کې د سړک غاړې ماین چاودنو او بریدونو کې۳۷ ملکیان وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *