تاند- د طالبانو مهم مشران نن /دوشنبه/ سره غونډ شوي چې د ملا اختر محمد منصور پر ځای د نوي مشر پر سر موافقه وکړي.

د افغانستان حکومت او د امریکا ولسمشر د منصور وژل کېدا رسماً اعلان او تایید کړه خو وسله والو طالبانو تراوسه پوري د خپلو ویندویانو په کچه دا خبر نه تایید او نه هم رد کړی دی. مګر د کوټې شورا څو غړیو لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې منصور وژل شوی دی.

سي بي سي تلویزیون نن په یوه راپور کې وویل، د طالبانو د کوټې شورا، چې د دې ډلې د مشرتابه شورا ده، تایید کړه چې د طالبانو په تحریک کې د بې نظمۍ او درز د مخنیوي لپاره د منصور د ځای ناستي د ټاکلو پر سر غونډه روانه ده.

اوباما د ویتنام د درې ورځني سفر په لړ کې نن په هانوۍ کې تاکید وکاوه چې امریکا د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او پر طالبانو ږغ کوي چې د سولې درېدلې خبرې بیا بیل کړي.

امریکايي چارواکو تر هغه د منصور وژل کېدا رسماً نه تاییدوله چې استخباراتي سرچینو د نوموړي مرګ تایید کړ.

ویل شوي چې د مشرتابه لپاره د ملا اختر محمد منصور د دوو مرستیالانو هیبت الله او سراج الدین حقاني او دغه راز د ملا عمر د زوی ملا یعقوب، ملا شېرین او ملا عبدالقیوم ذاکر نومونه زیات اخیستل کېږي.

پاکستاني چارواکي وايي چې ملا اختر محمد منصور د ولي محمد په نوم په پاکستاني پاسپورت ایران ته سفر کړی و. د دوی په وینا د منصور پر پاسپورت د ایران وېزه لګېدلې ده.

ظاهراً منصور بې ساتونکو په یوازې سر ایران ته تللی او ورڅخه بېرته کوټې ته روان و.

ادعا کېږي چې منصور په ایران کې د سپاه پاسداران له قوماندانانو او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي زمیر کابلوف سره کتلي دي.

کابلوف په وروستیو ورځو کې وویل چې د امریکا، افغانستان، پاکستان او چین د سولې څلور اړخیزې هڅې ناکامه شوي او اوس روسیه، هند او ایران غواړي په ګډه د سولې لپاره جلا هڅې پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *