تاند- یوې پاکستانۍ ورځپاڼې نن /پنجشنبه/ راپور ورکړ چې طالبان ښايي له امریکا سره د سولې د خبرو لپاره د خپل مرکچي پلاوي مشر بدل کړي.
که څه هم اوس ملا عبدالغني برادر د طالبانو د قطر د دفتر مشر دی خو شېرمحمد عباس ستانکزی د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري په غاړه لري.
(دي نیوز) انګلیسي ورځپاڼه وايي، د طالبانو سرچینو ورته ویلي چې د دوی د مشرتابه شورا پرېکړه کړې چې محمد فضل اخوند دې د مرکچي پلاوي مشر وي.
ورځپاڼې بې له دې چې د خپلې سرچینې نوم واخلي، د هغې له قوله لیکلي«زه یې په دلیل نه پوهېږم چې ولې د ملاعباس تانکزي پر ځای بل څوک ټاکل کېږي خو اورېدلي مې دي چې مشرانو احساس کاوه چې نوموړي په مناسب ډول د طالبانو استازیتوب نه شوای کولی.»
سرچینې همداراز ویلي چې ستانکزی به بیا هم د طالبانو په مرکچي پلاوي کې شامل وي خو د دوی د پلاوي مشري به نه کوي.
د طالبانو او زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي پرون /چهارشنبه/ په دوحه کې شپږم پړاو خبرې پیل کړې.
طالبانو ویلي چې په روانو خبرو کې به بیا هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د تروریستي حملو د نه کولو پر ضمانت تمرکز وکړي خو خلیلزاد ویلي چې دا ځل به هڅه وکړي چې طالبانو اوربند ته چکتو کړي.