جمعه/ اپریل ۲۸/ طالبانو پسرلني عملیات اعلان کړل

تاند- د افغانستان د حکومت یوې سرچینې ویلي چې د وسله والو طالبانو مشران غواړي چې د پاکستان له خاورې ووځي.

دې سرچینې، د نوم د نه څرګندولو په شرط وویل چې د طالبانو مشران او قوماندانان غواړي چې افغانستان ته راشي.

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر د افغانستان او سیمې لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه او ویې ویل چې نور به د پاکستان په خاوره کې د طالبانو پناهځایونه ونه زغملی شي، پاکستان تر فشار لاندې دی.

پاکستان فکر کوي امریکا افغانستان ته یو شمېر پرمختللي الوتکې د دې لپاره لېږلي چې په پاکستان کې ځینې هدفونه پرې بمباري کړي.

له پرمختللیو جنګي الوتکو څخه د افغانستان په جګړه کې کار نه شي اخیستل کېدای.

په عین حال کې ځینې کارپوهان د پاکستان د تېرو ۱۶ کلونو سیاستونو ته په کتو له پاکستان څخه د طالبانو د مشرانو د وتلو پر اوازو شک کوي او وايي، ممکن پاکستان د دې لپاره دا اوازې خپروي چې د امریکا له فشاره خلاص شي او مرستې ورسره بیا پیل کړي.

پرون د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، له پاکستان سره د امریکا د پوځ د مرستو بندېدا د امریکا په ګټه نه ده.

«موږ د تروریزم پر ضد په مبارزه کې ښکېل یوو. د مرستو کمېدا به له تروریزم سره زموږ مبارزه کمزورې کړي او دا د امریکا په تاوان ده.»

ده همداراز وویل چې له تروریزم سره مبارزه هم د پاکستان او هم د امریکا په ګټه ده.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، چې د امریکا نوې ستراتیژۍ وارخطا کړی، پرون د ترکیې له مشرانو سره سلامشورې وکړې.

خواجه اصف تر دې وړاندې د امریکا پر نوې ستراتیژۍ د ایران او چین له مشرانو سره هم خبرې کړې وې.

2 thoughts on “د طالبانو مشران له پاکستان څخه وځي”
  1. دولت کم عقل دی طالبان له پاکستانه وتل یعنی ماهی له اوبو راوتل دی
    په همدی نامه طالبان په بوساړو کی پټوی او وایی به چی په پاکستان (د ترهګرو ځاله )کی نه شته!

  2. هر چا چې دا خبر کړې چې خره طالبان له پاکستانه ووځي هغه بلکل د ای اس ای اجنټ دی او هغوی ته کار کوي.د تاندوالو هم دا سادګي ده چې داسې یو خبر چې د ملي ګټو په ضد دی نشر کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *