تاند- د افغانستان د ملي اردو یوه سرچینه ادعا کوي چې باوري معلومات یې ترلاسه کړي چې د طالبانو مشر او دوه مرستیالان یې په وروستیو ورځو کې کراچۍ ته تللي دي.
شاهین قول اردو، چې مرکز یې د افغانستان په شمال کې دی، وايي چې له باوري سرچینو څخه یې معلومات ترلاسه کړي چې ملا هیبة الله اخوندزاده او دوه مرستیالان یې سراج الدین حقاني او ملا یعقوب د پاکستان بندري ښار کراچۍ ته تللي دي.
شاهین قول اردو د خپلو سرچینو د معلوماتو له مخې وايي چې د طالبان مشر او مرستیالان یې د پاکستاني چارواکو په بلنه کراچۍ ته تللي دي.
سره له دې چې دې قول اردو نه دي ویلي چې کراچۍ ته د طالب مشرانو د بللو اړتیا څه وه، په وروستیو کې پاکستان د امریکا تر فشار لاندې دی او ظاهراً یې له افغان چارواکو سره په وروستیو خبرو کې ژمنه کړې چې طالبان به د سولې خبرو ته تیار کړي.
پاکستان تر دې پخوا په خپله خاوره کې د طالب مشرانو د شتون راپورونه کله رد او کله تایید کړي دي.