د طالبانو مشر ښاغلي هبة الله آخوند ته!
درناوی او نیکې هیلې مو ومنه! تاسې او ستاسې د ملګرو د ښې روغتیا په هیله.
هیله ده چې د برما د مذهبي مشرانو په استازیتوب زما درناوی او سلامونه ومنئ!
جناب صاحب،
موږ ستاسې کړه وړه، عملیات او مقاومت له نږدې څارو. ستاسې له کړو وړو زده کړه کوو. موږ ګورو، چې د کلونو راهیسې مبارزه کوئ، غواړئ له خپل هېواد څخه بهرني ځواکونه وشړئ او هم هغو خلکو ته کلکه سزا ورکړئ چې د بهرنیانو ملاتړ کوي. ریښتیا ده، چې تاسې له کلک دښمن سره مخامخ یاست خو تاسې په لږو امکاناتو له هغوی سره مبارزه کوئ. په برما هېواد کې موږ هم په ورته مبارزه لاس پورې کړئ غواړو چې د روهنګیانو په نامه یو شریر قوم چې د برمایانو له اجازې پرته دې هېواد ته راغلي له دې خاورې وشړو.
ښايي تاسې ته سوال پیدا شي، چې موږ خو په برما/میانمار کې د مسلمانانو په مقابل کې مبارزه کوو او هغوی له میانمار څخه شړل غواړو خو تاسې ته باید روښانه کړو، چې روهنګیان هغه اصلي مسلمانان نه دي لکه تاسې چې فکر کوئ. څرنګه چې تاسې په هېواد کې د غربیانو لاسپوڅی حکومت نه غواړی، روهنګیان هم غواړي چې په راتلونکي کې د برما په یوه برخه کې د لوديځ لاسپوڅی حکومت رامنځ ته کړي، نو هیله ده چې تاسې دا موضوع درک کړئ. هغوی تاسې غوندې صافه او سوچه عقیده نه لري، د هغوی په حالت زړه بدوالی سم نه دی. هغوی ډېر ګنهګار قوم دی، ان دا کوچنیان یې باید په تیلو کې وسځول شي، ځکه پلار شریر زوی یې شریر نو روهنګیان هغه شریر او غلام پرسته مسلمانان دي لکه تاسې چې په افغانستان کې ورسره مبارزه کوئ.
جناب محترم،
کله چې ستاسې ملګري وینو چې خپل هدف ته د رسېدو لپاره په روغتون حملې کوي، په جومات حمله کوي، په لارو او سړکونو بمونه خښوي او ان د ماشومانو، ښځو او نورو بېګنا خلکو پروا هم نه ساتي، ښوونځي، جوماتونه او کلینکونه هم ورانوي، دا ټول په ریښتیا هم زموږ عزم او اراده لا پیاوړې کوي او زموږ ملګرو ته ښه انګیزه راکوي. که څه هم زموږ په دین کې ظلم ناروا او ان د حیوان وژل هم روا نه دي خو له روهنګیانو سره موږ کټ مټ ستاسې په پله پل ږدو او هغه څه کوو چې تاسې یې کوئ. موږ خپلو افرادو ته وايو:
“وګورئ! طالبان د خپل هدف لپاره هغه افغانان وژني، چې هم په دین او هم په وطن ور شریک دي، ټول یو قوم او یو ملت دی، نو موږ خو باید د هغو چا پر وړاندې له هر ډول شدت، شراست او غلظت څخه کار واخلو چې نه مو په دین را شریک دي او نه مو هم د هېواد برخه ده، نو نران شئ طالبانو غوندې شئ!”
جناب امیر صاحب،
موږ خپلو افرادو ته د وژلو هدف ورکوو، خو ډېر ځله بېرته راشي وايي حمله مو ځکه ونه کړه، چې اړونده کورنۍ یوځای ډوډۍ خوړله، یا کومې مور خپل زوی ته شېدې ورکولې، یا ماشومان زموږ له وېرې د مور په لمن کې پټ وو او چیغې یې وهلې نو موږ ته مو ضمیر اجازه را نه کړه چې حمله پرې وکړو خو ستاسې حملې او په تېره بیا د وروستۍ حملې تصویرونو چې په روغتون مو حمله وکړه ډاکټر، ناروغان، مراجعین، عسکر او … هرڅه مو ټول تر تېغ تېر کړل او بیا مو په عسکري مرکز حمله وکړه او ان تر ۳۰۰ تنو ډېر عسکر مو په جومات کې په سجده پراته زخمیان او ووژل په دې سره مو زموږ عزم او اراده ډېره پیاوړې کړه. زموږ کارونه مو را ته اسانه کړل چې خپل افراد په اسانۍ سره د شریرو روهنګیانو وژلو ته په اسانۍ سره وهڅوو او ژر له دې شر څخه ځان خلاص کړو. نو له همدې کبله مې دا د مننې لیک در واستاوه، هیله ده چې د لوستو شرف یې را وبښئ او خپلو ملګرو ته مو زما سلام او درناوی ورسوئ.
په درنښت
نی وین
د راخین ایالت مذهبي مشر
برما/میانمار