تاند- د طالبانو مشر ملا محمد عمر نن په یوه اعلامیه کې د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه رد کړه، ویې ویل چې دا موافقه د افغانانو لپاره د منلو نه ده.

د لوی اختر په مناسبت د ملا عمر دا اعلامیه یوه ورځ وروسته له دې خپره شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانسان له ولسمشر حامد کرزي سره د اوږدو خبرو په پای کې د امنیتي موافقې پر سر اکثره اختلافي ټکي حل کړل او یوازې یې د امریکايی پوځیانو د قضايي تعقیب مسله لویې جرګې ته پرېښوده.

د ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې د ملاعمر له قوله ویل شوي:« باید یرغلګر او ملګري یې په دې سر خلاص کړي چې د ستراتېژیک تړون لاسلیکول به د دوئ لپاره بد عواقب ولري، که دوئ هر څو په دا ډول سندونو د خود ساخته جعلي لویو جرګو د تائید مهرونه ولګوي افغانانو ته ځکه د منلو ندي چې د دې هیواد وا قعي نماینده ګان او واقعي لویې جرګې د تاریخ په اوږدو کې کله هم د خپلې غلامۍ دا ډول سندونه ندي لاس لیک کړي؛ نو څوک چې دا کار کوي هغوئ ته د دې هیواد نماینده لویه جرګه نشي ویل کیدای، ځکه یې پریکړې هم د منلو وړنه دي ، اشغالګر باید پوه شي چې د دوئ محدودې اډې هم په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي او په مقابل کې به یې همدا وسلوال جهاد نور هم قوي کېږي.»

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پخواني دولتمشر صبغت الله مجددي ته د لویې جرګې د دایرولو مسوولیت سپارلی دی. څرګننده نه ده چې لویه جرګه په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د قضايي تعقیب په اړه څه پرېکړه کوي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د لویې جرګې او د افغانستان د ملي شورا پرېکړه به ومني خو که امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کې قضايي مصونیت ورنه کړای شي امنیتي موافقه به فسخه شي او امریکايي پوځیان به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې نه شي.

وسله والو طالبانو داسي هیڅ ژمنه نه ده کړې چې که د افغانستان حکومت له ۲۰۱۴ وروسته د امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه ونه کړي نو دوی به جګړه پای ته ورسوي.

د طالبانو یوه جګپوړي قومندان په وروستیو ورځو کې وویل چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان د حکومت د پرزولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي او بیا به اسلامي امارت جوړ کړي.

د ډېرو کتونکو په وینا د طالبانو دا ډول خبرداري او له امنیتي موافقې سره د کرزي د حکومت له مخالفته نه هرکلی د دې سبب کېږي چې د کرزي حکومت د امریکا شرطونو ته غاړه کښېږدي څو ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ونه وځي.

د طالبانو مشر ویلي: هغه کسان چې دوه اړخیر امنیتي تړون لاسلیکوي په لویه جرګه کې د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي:« د کابل ادارې او یرغلګرو نه یوازې په کور د ننه د افغانستان د تباهۍ  لپاره مټې رانغښتې دي بلکې د استعماري تړونونو په لاسلیکولو سره  هېواد په نړیواله او سیمه ایزه کچه  منزوي کوي او د جنګ د دوام اسباب  برابروي، ځکه خو  باید یرغلګر او ملګري یې په دې سر خلاص کړي چې د ستراتېژیک تړون لاسلیکول به د دوئ لپاره بد عواقب ولري، که دوئ هر څو په دا ډول سندونو د خود ساخته جعلي لویو جرګو د تائید مهرونه ولګوي افغانانو ته ځکه د منلو ندي چې د دې هیواد وا قعي نماینده ګان او واقعي لویې جرګې د تاریخ په اوږدو کې کله هم د خپلې غلامۍ دا ډول سندونه ندي لاس لیک کړي؛ نو څوک چې دا کار کوي هغوئ ته د دې هیواد نماینده لویه جرګه نشي ویل کیدای، ځکه یې پریکړې هم د منلو وړنه دي ، اشغالګر باید پوه شي چې د دوئ محدودې اډې هم په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي او په مقابل کې به یې همدا وسلوال جهاد نور هم قوي کېږي.»

ملا عمر په خپل پیغام کې انتخابات هم رد کړي او هغه یې د ولس د غولولو لپاره ډرامه بللي دي.

ویل کېږي د ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د طالبانو پلویان هم کاندید دي خو ملاعمر ټول کاندیدان د بهرنیانو ګټو ته ژمن بللي دي:« هغه څېرې پکې فعالې دي کومې چې د اسلامي او ملي ګټو پر ځای  د اشغالګرو او خپلو شخصي ګټو ته  ډېر  ژمن دي، حتی ځينې خو یې قدرت ته د رسیدلو په موخه د کفارو د خوشحالۍ لپاره د اسلام د مقدس دین د احکامو د تحریفولو کو ښښ هم کوي، ولس پوهيږي  چې په سر نوشت یې څو پردي پال لوبي کوي، په انتخاباتو کې نه  د دوئ  رایې ارزښت لري او نه  پکې ګډون کول فایده کوي؛ نوبناء اسلامي امارت دغه انتخابات ردوي او له ولس نه غوښتنه کوي چې ګډون پکې و نه کړي، ځکه  دا هسې یوه ډرامه ده چې یرغلګر یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره تر سره کوي .»

ملا عمر له نړیوالو سره د طالبانو د تماس مرجع د خپل تحریک سیاسي دفتر بللی او له دې پرته د بل دفتر پرانستل یې بې ځایه هڅه ګڼلې ده.

18 thoughts on “د طالبانو مشر له امریکا سره امنیتي موافقه د نه منلو وبلله”
  1. ملا صاحب اختر د مبارک شه
    تاسو ډیر ښه ویلی دی ، خو د تاسو د واکمنی په پنځوکلونو کی کوم ښه کار چی افغانانو افتخار پری کړی وای مونږ ونه لید. تلویزیون او رادیوګانی بیچاره ګانی اعدام شول . د ښوونځیو دروازی وتړل شوی. په دولتی ادارو کی ملایانو تفدانی اوشړومبی رواج کړی. د هیواد بهرنی سیاست مو ملا حسن اخند ته ورکړ او هغه هم نر غوندی د افغانستان بین المللی اړیکی په دریو هیوادونو پوری محدودی کړی . بن لادن لپاره دی د څلویښتو هیوادونو فوځیانو راتګ ته لاره هواره کړه. هره ورځ د کفارو سره د مبارزی او جهاد په نوم زمونږ کور اوکلی ورانیږی او په سلګونو بیګناه خلک وژل کیږی. ستا امارت کوم شرعی او قانونی مجوز درلود ؟ په تیرو انتخاباتو کی تاسو یواځی د پښتون میشتو سیمو امنیت خراب کړ او د پښتنو نمایندګی مو هزاره ګانو ته پريښوده.
    بل ستا آدرس او دفتر به چیرته وی ، فکر کوم ستاسو امارت هم د پیریانو په شان په کوم نا معلوم ځای کی پروت دی چی نه یی دوست لیدی شی او نه یی دښمن. که ستاسو راتلونکی امارت همدا شان وی نو زمونږ خو همدا اوس زر واری تری توبه توبه توبه ….. نه یی غواړو . د افغانستان د ولس هیله له تاسو نه داده چی بیرته خپلو مدرسو او جوماتونو ته لاړشی او د شیطان د ځنځیر پر ځای د خپل ګران او محبوب پیغمبر حضرت محمد رسول الله ( ص ) ځنځیر ټینګ ونیسی . ځکه چی په سیاست کی دروغ ، وژل ، ځورول اونور ناروا کارونه شته او دا ټول بیا په شرعیت کی ناروا او حرام دی.

    1. طالبان پخپله آزادۍ کې غلامان دي
      طالبانو څخه ببو جوړ شوی ددې لپاره چې امریکا د خپل پایښت لپاره همدا دلیل ونیسي.
      طالبان د امریکا د غلامانو چې پنجاب او سعودي دي په لاس روزل کیږي. طالبانو ته ورته ډلې د اسلامي نړۍ د ځپنې لپاره په افریقا، سوریه، یمن او نورو برخو کې ساتلي او روزلي دي ترڅو سیمه یا اسلامي نړۍ پرې بې ثباته وساتي.

      خو دا چې طالب او طالب ډوله نورې ډلې په دماغي لحاظ مستقل عمل کوي، ځان د اسلام یوازینی ساتندوی او مرشد ګڼي. حال دا چې همدوی د اسلام د بدنامۍ او د اسلامي نړۍ د وژنې پسې را اخیستې ده

  2. که له حقیقت تیر نه شو افغانستان ته د امریکایانو راتلل او وريسی یی د دایمی اډو جوړولو ټول مسولیت د طالبانو په غاړه دی. هغه داسی چی طالبانو ولی یو داسی چا ته لکه اسامه بن لدین غوندی شخص ته چی ټول عمر یی د امریکا په خدمت کی تیر کړی وو په افغانستان کی ځای ورکولو.. دوهم پدی کله چی امریکایانو افغانستان د طالبانو د سیاسی پوهی په نه لرلو سره اشغال کړ نو طالبانو بیا هغه چا ته مراجعه وکړه چی همدغه طالبان یی په امریکایانو باندی په میلیاردونو ډالرو خرڅ کړی وو، امریکایانو ته یی لار ورکړه ، ډیری طالبان چی تر اوسه په ګوانتانامو او یا نورو ځایونو کی بندیان دی لاس تړلی امریکایانو ته ورکړل چی هغه عبارت له آی اس آی څخه دی.، پدی معنی چی همدغه آی اس آی بیا طالبانو ته ټوپک په لاس کی ورکړ او شرایط یی لومړۍ دی ته جوړ کړل چی امریکایان د طالبانو سره د جګړی په خاطر پاتی شی او بلاخره د پاکستان په مرسته خبره دایمی اډو ته ورسوی .
    نو که چیری طالبانو د آی اس آی په سیاست مخ ته نه وای تللی او قرار ناست وای نو امریکایانو ته د لنډ او اوږده وخت لپاره د پاتیکیدو سوال نه پاتی کیده. نو ځکه ویلای شو چی دا ټولی بدبخټي زموږ ګران هیواد افغانستان ته د تاسو طالبانو چی آی اس آی مو د نانزوکو په شان څر خوی خپل تجارت درباندی کوی خو افسوس چی تاسو لا هم په خپلو ځانون نه پوهیږی. خدای د ټول طالبان پوهه کړی او الله ج ته یی د آی اس آی له پنجو راخلاص کړی.

  3. دا خبر مو ږ ولوست او لمړی تبصیره مو ږ فری ولیکله دابیشکه چی شی فا یلی به ونلری خو زمو ږ سوال طالب چار واکو سخه دادی چی که امریکا ووزی بیا خوبه داخلی جنګ هم شروع کیږی او طالب چار واکی به موږ داکترانو او انجینرانو ته فه کومه ستر ګه ګوری هغه بل زل خو زه یو داکتر وم خوزموږ وزارت صحت عامه کی جناب عباس ستانکزی فسونه فوول او نن ستا سو هغه سیاسی چاروکی جید مشاور دی که تا سو داسی سیا سی کمیسون ولری چی عسکری ظابط مو سیاسی مشر وی بلکی معین یا وزیر دوزارت خارجی وی داخو هم انصاف ندی او که کرزی ظابط ستری محکمی ته دقاضی فه صفت معرفی کړی وی دا هم انصاف ندی لکه نن چی دی۰خو دا یوه واضحه خبره ده چی قنداریان دوطرفه فه حکومت نه فو هیږی ۰ فریږ دی چی دا حکومت یوبل داسی کس وکړی چی داکشتی بچ کړی ۰۰۰ اوکنه فنشیریان او قندا ریان به دا ملک غرق کړی۰ همدارنګه مخکی حزب اسلامی غلط سیا ست لرود او فعلا قندا ریان او فنشیریان غلط سیاست لری او همدغو فه افغانستان کی دفشتو او فارسی خبره را فیدا کړی ۰۰۰والسلام

  4. که ده امریکا سره داستراتیژک تړون کرزی صاحب لاسلیک هم کړی داتړون داسی ښکاری لکه طالبانو چی لاسلیک کړی وی
    هغه لدی وجی چی طالبانو افغان حکومت ودی تړون ته مجبوره کی ځکه که طالبانو دافغان حکومت سره خبروته حاضیر شوی
    وای اوس به تړون له چاسره دلاسلیکی دوضرورت وای زما په خیال که ۲۰۱۴ترخط می دوپوری طالبان جنګ بندی ونکړی له
    هغه وخت څخه به بیا دټولو تلفاتو پړه دطا لبانو پرغاړه وی ځکه دوی افغان حکومت مجبورکی چی تړون لاسلیک کړی که تړون
    لاسلیک نشی زما په اند که طالبان قدرت لاسته راوړی چی دحکومت ډوډی یی خوړلی وی هغه به ژوندی پاته نسی
    اوبل داچی طالبان هم هغسی نه دی پاته لکه څوک چی تمه لری دطالبانو په مینځ کښی هم خود مختاری ډیره زیاته شوی ده
    هرطالب پرخپل سر کارکوی یودبل خبره په ډیر مشکل سره منی ځکه له طالبانو څخه هم خلګ ډیره توه قوع نلری

  5. Nor de Allah pak zamong pa de dardedali watan warahmigi cha na gela wako ao cha ta faryad wakoo au pa cha etabaar wakoo da watan da toloo de ao tul haq lari che pa k wawosee da saza warkawaloo wala Allah paak de Afghanano ta de khoday hagha pa nasib ki che pa kom k da Allah razaa wi

  6. دا اعلامیه اصلا د پاک آرمي اواز دی چې زمونږ د ملاچرګک له ادرسه یې خپره کړې ده. ملا خواره کی … او ګازره سره نشي بېلولی نو تړونونو څه پوهېږي. د کندهار د یوه استوګن ځوان خبره ده چې په کندهار کې د کندهار هوټل تر څنګ د ملا استوګنځی وه او په کابل هوټل کې د څو ورځو له پاره د کندهار پوهنتون محصلین دېره وه. محصلینو لږې په لوړ اواز خبرې کړې وې، ملا پوښتنه کړې وه چې دا څوک شور کوي، کوم ملګري یې ورته ویلي وه چې محصلین دي د پوهنتون، ملا خوار ورته ویلي وه چې پوهنتون څه شی دی؟ که ملا د اوسني حکومت چې مونږ ټول وایو چې فاسد دی او دا دی او هغه دی او ریښتیا دی هم، خبرې بابېزه وګڼو نو ملا پخپله ولې د ملت د هغو نهه نیم سوو استازو چې تقریبا ټول یې ملایان وو او راټول شول لاسلیکونه یې وکړل او له ملا نه یې وغوښتل چې اسامه دې له افغانستانه وباسي یا دې یې سعودی ته ورکړي یا د اسلامی کانفرانس سازمان یا بل چا ته خو له هغې فیصلې نه څو ساعته وروسته چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر فیصل صالح حیات کندهار ته ورغی او ورته یې وویل چې پښې ټینګې کړه مونږ درسره یو، نو ملا د ملت نماینده ګان په ډګه ووهل او د ملت اراده یې داسې کړه چې هم امریکایان افغانستان ته راغلل او هم اروپایان. ملا عمر مستقیما د غربیانو له خوا په افغانستان باندې د حملې مسؤل دی ځکه چې ده ترهګرو ته په افغانستان کې ځای ورکړی وه.

  7. ښاغلی داکتر صاحب سهیل زمونږ سلامونه ومنی د پ د حرف په باب لطفا لومړی د کیبورد شیفت تڼی ونسی او بیا د انګلیسی اف تڼی کلیک کړه ، ځکه چی ستاسو په ټولو جملو کی د پ پر ځای ف راغلی ده ، هیله ده چی دی موضوع ته پام وکړی او هغه اصلا ح کړی. کور موودان

  8. ګرانو دوستانو زموږ سلامونه هم ومنی ، لکه چی مایل ورور هم ورته اشاره کړی ده زموږ ځینی دوستان د پښتو توری په کیبږرد کی .
    فکر کوم چی نه شی پیدا کولای نو ځکه د پ پر ځای ف او د څ پر ځای س او داسی نور ټکی استعمالوی .
    کولای شی چی په لاندی ډول ډ پښتو توری ولیکی:
    لومړۍ په شفت ګوته کیکاږی او ورپسی په لاندی ډول د پښتو او یا نور توری لیکلای شی:
    O=ځ
    P=څ
    A=ښ
    S=ۍ
    J=ټ
    F=پ
    K=ڼ
    C=ژ
    N=ډ
    هله ده چی د ګټی وړ مو وګرځی

  9. ملا عمر د ايي ايس ايي يو افسانوي كردار دئ
    په حقيقت كي دا كس په موجوده وخت هيس وجود نه لرى

  10. کوم امارت خبری کوی او د کوم ځای څخه، هغه امارت چه د پاکستانی پوځیانو په امر او حضور کښی مو د بامیانو بوطان وران کړل، هغه عمارت په کوم کښی چه مو ددی ملک هرڅه پاکستان ته یوړل. ځان ته غیرتیان څنګه وایی، نیمایی نه زیات اوس هم د پنجاپیانو په جیلونو کښی یی، او نیمایی نه زیات یی مړه کړی، اوس هم نه پوهیږی. چه لږه خوله د خپل ملک او خلکو لپاره وخوزوی بیا مو پنجاپیان خوله درته ماته کړی. لږ لیکل خو یی پرضد وکړه، چه څه درباندی کوی.
    غیرت عزت هر څه یی درنه واخستل
    لږ شرم وکړه د پنجاپی لیکلی پیغامونه لولی ته ملا او هغه بل حکمت خا ن
    وطن مو وران کړ، په لکهاوو خلک مو د خاورو لاندی کړل، عزت مو خرڅ کړ او بیا هم د بیشرمو غوندی چغی وهی

    الله مو د خپل بادارنو سره تباه او بربادکړه

  11. تاسو باید اول ځان پوه کړی چی ځینی دوستان آی پډ لری او په هغه کی دا کارونه چی تاسی وایی نه کیږی
    مقصد می تاسی یۍ Ahaker او mail ګرانو ورونو

  12. We appreciate talks between Karzai and John Karry, if its good for Afghanistan future we should go a head with it, if Taliban agrees or not, because Taliban are just the spokes mans of Pakistan and Iran, what they have done in thier time of government we were backward 200 years, if Taliban want better future for Afghanistan and Afghans they should come and take part in election.
    But i am requesting Taliban do not distroy Afghanistan by the order of Pakistan and Iran.

    Thanks.

  13. ګرانو لوستونکو تاسی وایاست چی طالبانو څه وکړل دطالبانو کړنی دی تاسو وشرموی په هغه وخت کښی چی دخلګو ښځی اوتنکی ماشوما دټوپک سالارانولخواه په زور دموټروڅخه په عام محضرکښی راکښته کیدل اوقیسم قیسم زلمونه ورسره کیدل پلار اوخاوند په
    مخ کښی یی هرقسم نارواه عمل ورسره کی دی داظلمونه طالبانو ټول ورک کړل تاسو په هغه وخت کښی ډوډی ته نانا ویل اوس پراخپن ثټ شوی یاست
    دطالبانو داسلامی امارت په وخت کښی په ټول افغانستان کښی داسی څوک نوو چی لچاسره یی ظلم کړی وای یایی دچاحق خوړلی وای وس تاسوونی چی زموږ له افغان ولس سره څه کیږی ندی قانون شته اونه شریعت صرف ازادی ده چی څوک هرڅکوی لاس یی خلا س داړمانان ښه په جوش اوخروش کښی دی قاضیان درشوت اخیستل ډالر غواړی وس تاسو فکروکړی چی قاضی لاپه فساد اخته شوی دی دابه څنګه قضاوت وکړی دافکر وکړی په ټول افغانستان کښی تاسو دیوتاجر زوی یاورور په مهبس کښی شته یاوونی دټول افغانستان جیلونه دافغان بزګرواوسهرایی علاقودخلګوڅخه ډک دی دامظلوم خلګ دی چی نه ترشاڅوک لری اونی ناره څوک اوری اونی دوسی یه کتل کیږی اونه دډالرو وس ورسره شته

  14. په نړی کی داسی هیواد نشته چه هغه دي دخارجیانو نظامی هډو(اډو) ته خوشحاله شی. اوافغانان هم په خپل هیواد کی دخارجی اډو ضد دی اوضد به وی، مګر زه طالیبانو ورونو ته وایم دخدای په لیحاظ امریکایان خوتاسو راوستل اومونږ مو په تباه اوبرباد کړو، په بل عبارت امریکایان خوکرزی نه دی راوستی، مګر کرزی اوس لګیا دی په چل اوهنر امریکایانو ته رخصت ورکوی، یعنی کرزی په دیی هلوځلو کی دی چه ستاسو دوخت احساساتی اوبی سنجشه پریکړو راوستی خلک بیرته په خپل کور ورسوی.

    مګراولس وای چه مونږ به طالیبان په هیڅ وخت کی ونه بخښو، ځکه که طالیبانو راوستی امریکایان مو وژنی هغه خو خارجیان شول، نو ای وروره طالیبه ستاسره می څه بد کړی دی، دکلی مشران، اولادونه، زنانه، ملا اوبزګر راته وژنی، جماعت راته شهید کوی، مکتب راته سوځی حتی وطن دیی راباندی سور اور کړیدی.
    او که په دیي فکر کی یاستی چه مونږ به بیا په افغانستان کی حکومت وکړو. نو دغه فکر موغلط دی، ځکه تاسو نه دحکومت په سیستم پوهیږی اونه دوطنی کلتور سره بلد یاست، اوهم مو افغانستان په دومره کړاونو اوبدبختیو کی ډوب کړه چه تر اوسه به دنړی په سرهیچا داسی نه وی کړی.
    په اخر کی وایم چه دافغانستان عوام خلک اوحکومت لګیا دی چه ستاسی راوستی امریکایان په یو هنر سره اوباسی، مګر تاسو اوستاسو دبادار نه خواست کوو چه هغه احساساتی فیصلی بیا ونکړی چه امریکایان واپس پاتی شی. داځکه وایم چه ستاسوبادار(ای اس ای) ته دګټی بله طریقه نه ده زده فقط ستاسی ساده ګانو په زریعه دامریکایانو په موجودیت کی خپله ګټه لټوی.

    په اخر کی دښاغلی کرزی صیب څخه افغانان ډیر منندوی دی، چه طالیب راوستی امریکایانو په وتلو کی بی دریغه کوششونه کوی.

    ملا عمره خدای دی خوار کړه، تاته چاویل چه دحکومت په کارونو کی ګوتی وهه، ستا کار جماعت اواذان وه نه ډیر څه.
    والسلام

  15. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د افغانستان د غلامي قباله خو يې لکه چې يو ځلې بيا ورکړه، مګر د افغانستان مقاومت ليا نه دی مات شوی. په ۱۹۷۹ کال روسانو پر افغانستان تېری وکړ او د ۱۹۸۰ کال په ۹ نېټه ملګرو ملتونو يوه غونډه راوبلله او د روسانو يرغل يې وغندلو او د افغاني مقاومت پلوي يې په ډاګه کړه، چې پايله يې افغاني جهاد شود، خو د شوروي تر څنګ افغانستان هم برباد شو!
    هغه مهال د شوروي اتحاد مشرانو او د امينت په شورا کې د شوروي اتحاد استازي په ډاګه کړه، چې افغانستان ته يې د ملل متحد د جوړېدو په موده کې د پلانۍ مقولې او بيستانکي تړون پر اساس، چې د سوسياليستي ملکونو په حريم که حمله وشي او يا په نړۍ کې په ډيموکراتيکو ملکونو تيری وشي، نو شوروي اتحاد يې ژغورنې ته وردانګي، چې د دغه سوسياليستي تړون پر بنسټ يې په ۱۹۵۳ کال په هنګري تېری وکړ، په ۱۹۶۳ کال يې د برلين ديوال ودرولو، په ۱۹۶۸ کال يې په چکوسلواکيا تېری وکړ، په ۱۹۷۹ يې پر افغانستان بربنډ يرغل وکړ او په ۱۹۸۱ يې پر پوليند بيا حمله وکړه او په ډېرو نورو ملکونو کې يې سور اور بل کړ، چې په ځينو کې يې شنې لمبې پورته شوې!
    خو امريکا هم په لويديزه اروپا کې خپل اټومي راکټونه لک کړل او د امريکا په شمالي او جنوبي برخه کې يې د سوسياليستي نظرياتو ګوډاګيان له پښو وغورځول، چې په ۱۹۶۱ـ۱۹۶۲ يې د کيوبا غميزه رامنځ ته کړه، له پاناما يې دونېل اورتېګو په چورلکه کې له خپلې ماڼۍ پورته کړ او په امريکا کې يې بندي کړ! پر ډېرو نورو ملکونو يې پټ او بربنډ يرغلونه وکړل، نو دا وه د دوه قطبي دنيا انډو خر!
    نن سبا امريکا يکه تازي کوي، خو په افغانستان کې بوکه شوې، ګونډې يې رپېږي او مخ يه په خاورو لړل شوی، چې افغان ولس کولی شي په دې برخه کې د افغان وسله وال منندوی وي! ځکه که ماشوم و نه ژاړي، نو مور شودې نه ورکوي! چېرې چې ډب نه وي، نو هلته ادب نه وي! خپلواکي نه ورکول کېږي، بلکې په همت او غيرت اخيستل کېږي! که افغاني مقاومت نه وی، نو د امريکايانو نخرې به نورې هم مضبوطي او ناولې وی!
    د امريکايانو کړه وړه په ويتنام کې ثابت شوي دي، د عراق په ابوغريب زندان کې ليدل شوي دي! په افغاني ورا او ودنو يې ليا درانه او (غت غت) بمونه درته اچولي دي! په سيمو کې يې خلک په نيمو شپو کې بې عزته کړي دي، وژلي يې دي او بيا يې د اور په لمبه ډاډه کړي دي، په مړيو يې ملنډې وهلې دي، نو دغه ټول ظلمونه ول، چې خلک يې مقاومت ته وهڅول، چې د مقاومت له برکته نن افغانستان بيا خپل تاريخي، جغرافيوي او اسلامي هويت راژوندی کړی دی! همغه خبره ده، چې وايي: زور کاکاست که انګور در تاکست!
    د افغانستان د حللاره هم بينالافغاني تفاهم دی، چې د يو انتقالي دولت په جوړېدو او د ټولو ښکېلو ډلو په ګډون سره رامنځ ته شي، چې بيا د يوې ملي، څانګپوه او صادقې ادارې لپاره زمينه برابه شي او پاکه انتخابي، څانکپوهه او په هېواد ميينه اداره رامنځ ته کړي! نوپرته له طالبه هم نه کېږي او له طالب سره هم ستونزې ډېرې دي! همغه خبره ده، چې د مقاومت ډلې هم د اور جامې دي، چې وباسې يې شرمېږي او چې آغوندې يې سوځېږي! نو دا شرم به ليا چېرې وړې!

    معه سلاموکم الاهلولحبالوطن
    ملا ميوند آخند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *