تاند- د طالبانو سرچینې وايي چې د دې ډلې مشر هیبة الله اخوندزاده د لوی اختر په ویاړ د څلورو ورځو په مخه له اوربند سره موافقه کړې ده.

سرچینې وايي چې د طالبانو مشر به ژر خپله پرېکړه اعلان کړي.

طالبانو دغه راز پرېکړه کړې چې د اختر په مناسبت په سلګونو بندیان خوشي کړي.

دې ډلې نن /دوشنبه/ هم د کندوز په خان اباد ولسوالي کې تر ۱۰۰ زیات مسافر له ۳ بسونو کښته کړي او نامعلوم لور ته یې په مخه کړي دي.

د افغانستان ولسمشر پرون /یکشنبه/ له طالبانو سره ۳ میاشتنی مشروط اوربند اعلان کړ.

دا اوربند به، په هغه صورت کې چې طالبان هم اوربند رعایت کړي د حضرت رسول (ص) د میلاد تر ورځې پورې دوام وکړي.

د افغانستان حکومتي سرچینې وايي چې په اوربند کې د داعش ډله شامله نه ده.

مخکې په یو شمېر راپورونو کې ویل شوي وو چې د طالبانو د کوټې په شورا کې د اوربند پر سر بحثونه روان دي، سره له دې چې د شورا اکثره غړي د اوربند ملاتړ کوي خو ځینې یې مخالف دي. په تېره بیا ډېری طالب مشران ښارونو ته د خپلو جنګیالیو د تګ او له امنیتي ځواکونو سره د عکسونو د اخیستو مخالف دي. د کوټې شورا ځینې نور غړي بیا وايي چې اوربند دې وشي خو نه دې اعلانېږي.

راپورونه وايي چې پر طالبانو د پاکستان له لوري فشار دی چې یو وار بیا اوربند اعلان کړي.

ویل کېږي چې تېر ځل طالبانو د همدغو فشارونو په نتیجه کې اوربند اعلان کړ خو طالبان وايي چې دوی په هر اختر کې اوربند کړی دی.

په کوچني اختر کې د طالبانو او حکومت اوربند په تېرو ۱۷ کلونو کې بې ساری و او ډېرو افغانانو یې هرکلی وکړ او دایمي سولې ته یې هیله من کړل خو دا ځل د غزني خونړي او ویجاړوونکي یرغل د اوربند پر خوشالۍ سیوری غوړولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *