ملا اختر محمد منصور

لیکوال:  مایکل کوګلمېن

ژباړن: لاهورخان منګل

سرچینه: فارین پالیسي

د بلوچستان ایالت کې د می میاشت په ۲۱مه نیټه د ډرون د برید په پایله کې یو موټر ویجاړ شو چې پکې سپاره دوه کسه هم له مینځه تللی ولاړل، سیمه ییزه پاکستاني چارواکو ددې پاتې شونو ترڅنګ یو پاکستانی پاسپورټ هم پیدا کړی چې په حیرانتیا سره د ډرون په برید کې روغ پاتې شوی و، دا پاسپورټ د ولي محمد په نوم و چې پکې انځور د ملا اختر محمد منصور څېرې سره ورته والی درلود. د پاکستاني رسنیو له رپوټو څخه څرګنده شوله چې دا پاسپورټ  د اټکل له مخې د ملا منصور و، له ایران څخه د راګرځیدا په حالت کې و، تاریخونو یې څرګندوله چې نوموړی په ایران کې د اپریل د ۲۶مې نیټې څخه راپدیخوا د سفر په حالت کې و.  هغه د مارچ او فبروري په میاشتو کې هم هلته سفر کړی و.

د ملا منصور لپاره چې د بلوچستان خوندي ځای څخه چې د طالبانو ټوله رهبري هلته خوندیتوب لري او ایران ته د سفر پریکړه یې غیر عادي ښکاري. په دې چې ایران د طالبانو ملګری نه دی، له بلې خوا ایران رسما د شمالي ټلوالې او همدارنګه د طالبانو نورو مخالفو ډلو څخه ملاتړ کړی دی. ایران د طالبانو د رژیم د راپرځیدا وروسته د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې عمده او خورا اړین رول لوبولی دی. د ۲۰۰۱ کال په لومړیو کې ایران امریکې ته د طالبانو د موقیعتونو په اړه نقشې او خریطې ورکړې او همدارنګه د طالبانو په خلاف د دوی د پوځ له خوا د شل زره کسیزه ډلې د روزنې وعده یې هم کړې وه. ایران د طالبانو څخه د ځان د جلا کولو یو واضح دلیل د مذهبي ګوندي توپیر و. ایرانیان شیه دي او طالبانو سني دي خو د طالبانو سره د هغوی مخالفت نور هم ددې له امله چې طالبان د جندالله له ډلې څخه ملاتړ کوي. هغوی چې ایران ته د مخدره موادو د قاچاق مسولیت لري او همدارنګه په کال ۱۹۹۸ کې د افغانستان په شمال د ایران په کونسولګیری کې یې  یو درجن ایراني ډیپلوماټان ووژل چې ایران یې د طالبانو سره جګړې ته نږدې کړی و. د ځینو رپوټونو په اساس د شیه ضد پاکستانۍ ډلې ؛ سپاه صحابه؛ ددې برید ترشا لاس درلود.  لویدیځه چارواکي ملا منصور د سفر په اړه یو ساده توضیح لري، د نیویارک ټایمز د رپوټ په اساس، هغه دا چې ملا اختر محمد منصور ایران ته د خپل ځان د علاج لپاره تللی و څو په پاکستاني روغتونونو کې د هغوی د بادار  ، ای ، اس، ای له سترګو په امن کې وي. وال سټریټ ژورنال په خپل رپوټ کې د هغه د سفر دلیل د خپلې کورنۍ څخه لیدل ښودلي ول. په هر حال، دمتحده ایلات د هغه د سفر پر مهال د موقیعت د څرنګوالي په اړه مکالماتي مالومات درلودل. د ټام براومېن له  خولې چې په ټویټر یې  لیکلي ول، متحده ایلات د منصور د تلفون نمبر هم درلود. ایران ته د ملا منصور سفر ښايي چې د ډاکټرڅخه د لیدنې لپاره یو عادي سفر وي  خو دې سفر ښايي چې نور ناوړه دلایل هم درلودلي وي. د ځینو توپیرونو او اختلافاتو سره سره ایران او طالبانو ځینې مشترکې ګټې هم لرلې چې وخت ناوخت یې یو له بل سره مرستې او همکارۍ کړي دي.  ایران او طالبان په افغانستان کې لویدیځوالو د شتون سره مخالف  دي په ځانګړي توګه د متحده ایلاتو له پراخ نفوظ سره دواړه خواوې احتیاط کوي.

د امریکې له خوا دیوه رپوټ په اساس  په کال ۲۰۰۰ م کې د طالبانو پخواني مشر ملاعمر د هرات والي ملا  سیدولي خیرخواه ته  د ایران سره د اړیکو پراختیا لپاره امر کړی و.ددې پریکړې په پایله کې ایران له تحریک سره د ماینونو او همدارنګه د سپکو وسلو مرسته وکړله. په کال ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کې په دوه بیلابیلو پېښو کې نړیوالو د ایران له لورې طالبانو ته د وسلو انتقالات نیولي ول چې په هغه کې د ایران له خوا طالبانو ته وسلې ډیزاین شوې وې. دې دواړو خواوو د ایراني او افغاني پولې لپاره خلاص  تړون درلود چې له مخې یې طالبانو کولای شول چې د پولې هاخوا پیسې، توکي او جنګیالي ولیږدوي. د ملا خیرخواه اړیکې ددې سبب شوې چې  په کال ۲۰۱۲ کې د ایران د زاهدان په ایالت کې چې د څو ملیونه افغان مهاجرو کور دی، د طالبانو لپاره رسمي دفتر  اجازه ورکړل شوه. د طالبانو سره د ایران اړیکې  په تاریخې لحاظ  په افغانستان کې د امریکې شتون او همدارنګه د نفوظ د پراختیا له امله مشترکه اندیښنه ده. د ایران اندیښنې بیلګه ښايي د افغانستان څخه د امریکې له خوا د ایران په هستوي او اټومي مرکزونو باندې ممکنه برید  او حملې وي.

خو نن ورځ هغه شرایطو بدلون وموند، د امریکې پوځونه د افغانستان څخه په وتلو دي، د ایران سره یې اټومي هوکړه لیک هم رامینځ ته کړ ښايي داسې  وانګیرل شي چې په دې تغیراتو سره به  د ایران اندېښنې راکمې شي او د طالبانو سره د همکارۍ لپاره به د پخوا په پرتله  اوس دلایل شتون ونه لري.  د خبرونو په اساس په تیر کال کې د ایران له خوا طالبانو ته د پیسو د مرستې رپوټونه ورکړل شوي دي، خو پوښتنه رامینځ ته کیږي چې ولې؟ مسکو هم د طالبانو سره د لاسرسي لپاره هڅې کړي دي، دلیل یې  ښايي چې د اسلامي دولت (داعش) مخه ډب کول وي، ځکه په دې وروستیو کې په ننګرهار کې هم د داعش څخه  څو زره طالب جنګیالیو بیعت اعلان کړ. د ملا منصور د وژنې له امله ښايي ځینې طالبان مورال له لاسه ورکړي اود داعش سره یو ځای شي. د ایران او طالبانو د اړیکو  بل دلیل ښايي دا وي چې طالبان غواړي چې د پاکستان دحکومت لاندې پټنځایونو څخه پرته په ایران کې هم پټنځایونه پیدا کړي. لکه څرنګه چې ما په پخواني مقاله کې لیکلي ول، د ناټو د رپوټ په اساس چې د طالبانو اکثریت زندانیانو سره یې د مرکو په پایله کې برابر کړی و، کاږلي ول چې د طالبانو اکثریت برخه د پاکستان سره نږدې والي نه غواړي ځکه پاکستان غواړي په دوی باندې  ډیر سخت کنترول ولري او همدارنګه له هغو غواړي چې هغه طالبان چې د پاکستان سره همکاري نه لري باید وځپي. په بلوچستان کې  ملا منصور وژل کیدا چې د طالبانو لپاره ترټولو خوندي ځای ګڼل کیده، اوس دا هڅې نورې هم پياوړې کړي چې له تهران سره اړیکې نږدې شي او د پاکستان څخه پرته  په ایران او همدارنګه د ایران څخه د مالي مرستې په ترلاسه کولو سره په افغانستان کې دننه داسې پټنځایونه پیدا کړي چې د پاکستان کنترول څخه لیرې وي. دایران د څو انتخابه ستراتیژي لپاره اړینه ده چې په طالبانو باندې پانګه اچونه وکړي. دا چې په افغانستان کې یاغي توب د زیاتیدا په حالت کې دی او یو کمزوی ملي وحدت حکومت ورسره په مبارزه کې واقع دی، د راتلونکې لپاره د یوه ممکنه بریالي خوځښت  یانې طالبانو سره د اړیکو لپاره اړینه ده چې په اوس مهال کې ورسره مرستې وکړي.

یو ځواکمن طالب ځواک په افغانستان کې د اله ګولې او ګډوډۍ په مانا دی چې پایله یې ایران ته مالي زیان، د مهاجرو زیاتوالی، د مخدره موادو د قاچاق زیاتوالی او په سوداګري او همدارنګه په اقتصاد باندې مستقیم او یا هم غیر مستقیم اغېز دی. هاخوا د یوه پرتلیزه توګه  ثابت  افغانستان کولای شي چې  ایران ته د کلونو اقتصادي بندیز څخه د رغیدا لپاره  یوه غوره فرصت ورکړي. تیره اوونۍ د هند لومړی وزیر  دې هېواد ته سفر وکړ څو د چابهار بندر لپاره د ایران او افغانستان سره هوکړه لیک لالیک کړي. دا سهولت به وکولای شي چې  د هندوستان او د تیلو غني مرکزي اسیا ترمینځ  د سوداګرۍ او لېږد رالېږد لپاره اغېزمنه تمامه شي.  ایران کولای شي چې د سیمه ییزه هېوادونو سره د اړیکو لپاره د یوې دروازې په توګه ترې کار واخلي. که چیرې ایران طالبانو ته د پیسو ورکړې ته دوام ورکړي دا به په افغانستان کې بې ثباتۍ ته لمن وهل وي او په پایله کې به چابهار کوم د پام وړ بدلون رامینځ ته نه کړي. خو حقیقت دا دی چې تهران به دوه مخيتوب ته دوام ورکړي او د کابل سره  دهمکارۍ ترڅنګ به په پټه سره د طالبانو سره هم لاسنیوي ته دوام ورکړي.

د ایران او د امریکې متحده ایلاتونو ترمینځ اټومي هوکړه لیک ددوی په اړیکو کې ښايي چې ځینې اندیښنې لږې راکمې کړې وي خو  دا تړون کومه  جادو هم نه ده چې د یوه تړون په پایله کې  دواړه ملتونه په ملګرو  واوښتل. په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکېد د پوځونو شتون هغه ډول چې اوباما یې ارمان درلود ښايي چې راټیټ نه شي  خو د ایران لپاره به د اندیښنې سبب وي. ښايي امریکې په پټه توګه ته ایران ته په افغانستان کې د نسبي ثبات ډاډ ورکړی وي خو دا به یې هم اندېښنه راټيټه نه کړي. له دې ور هاخوا ایران نه غواړي چې له یوه داسې سازمان څخه  لاس په سر شي چې د کال ۲۰۰۱ راپدیخوا تر بل هر حالت اوس ډیره مځکه په لاس کې لري .په پایله کې د طالبانو او ایران ترمینځ د اړیکو نوی فصل ښايي چې هغه د ډیپلوماسي نامتو اصطلاح سره هم تړاو ولري چې وايي زما د  دښمن ، دښمن زما دوست دی!

دا مقاله په فارن پالیسي کې چاپ  د ۲۸ مې ۲۰۱۶ باندې خپره شوې ده.

One thought on “د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په تهران کې څه کول؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *