تاند- د افغانستان حکومت وايي، امنیت شورا به ژر د طالبانو د اوسني مشر ملا هیبة الله اخوندزاده نوم د ملګروملتو په تور لیست کې شامل کړي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره میاشت ویلي و چې که طالبان تروریستی بریدونو ته دوام ورکړي او د سولې خبرو ته حاضر نه شي، له ملګروملتو به وغواړی چې د دې ډلې مشر په تروریستي لیست کې شامل کړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سرچینې وايي هیبة الله او د طالبانو نور مشران، چې ټاکل شوې ده د امنیت شورا په تور لیست کې شامل شي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې امنیت ته خطرناک دي.
په همدې حال کې د ملي امنیت شورا ویندوی تواب غورځنګ بي بي سي ته ویلي چې په تور لیست کې د طالب مشر د نوم د ثبتولو په اړه ولسمشر د ملګروملتو له چارواکو سره شفاهی خبرې کړي دي او ژر به دا مسله په رسمي ډول له امنیت شورا سره شریکه شي.
له بلې خوا د ملګروملتو امنیت شورا په وروستیو ورځو کې د طالبانو د استخباراتو د پخواني مشر قاري احمد الله نوم له تور لیسته وایست.