تاند- راپورونه وايي چې د طالبانو د دیني عالمانو د ټولنې مشر او مشهور دیني عالم ملا ذاکري نن د کوټې په سبزل واټ کې وژل شوی دی. طالبانو او د ملا ذاکري کورنۍ د شیخ عبد الله ذاکري وژنه تایید کړه.
د اتحاد علما مشر ۸۴ کلن شیخ عبدالله ذاکري د طالبانو په ګټه په کوټه کې له ډېرو کلونو راهیسي تبلیغ کاوه.
د ملا ذاکري زوی د خپل پلار وژنه تایید کړه، ویې ویل چې نوموړی نن /چهارشنبه/ ماسپښين مهال په سبزل واټ کې د نامعلومو کسانو په ډزو وویشتل شو.
د ملا ذاکري زوی مفتي عبدالقیوم ذاکري وویل چې پلار یې پخوا لا وړاندوینه کړې وه چې د امریکایانو له لوري به ووژل شي. د مفتي قیوم ذاکري په وینا پلار یې طالبانو ته ویل چې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه ونه کړي او د کورنیو چارواکو او ځواکونو پرځای پر امریکایانو حملې جاري وساتي.
د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې استولې، د عبدالله ذاکري وژنه تایید کړې او ویلي یې دي«حضرت مولانا عبدالله ذاکري صاحب دافغانستان یو وتلی او منلی،علمي، جهادي او روحاني شخصیت ووچې په خپل ژوند کې یې دسترو دیني او جهادي خدمتونو په ترسره کولو سره په افغانستان او پاکستان کې خورا زیات نیک شهرت موندلی وو،نوموړی د(اتحادعلماء افغانستان) دسترې علمې ټولنې اوشوری مؤسس وو، چې دهمدې ټولنې له لارې یې همیشه پرافغانستان دهر تیري کوونکي ځواک په خلاف دجهاد فتوی ورکړې او په وړاندې یې دوسلوال جهاد اعلان کړی.»
په همدې حال کې د کوټې ښار د بولان طبي روغتون ډاکترانو وویل چې د ملا ذاکري په ټټر یوازې یوه مرمۍ لګېدلې وه خو ځای په ځای یې ساه ورکړې ده.
د ده مړی بولان طبي روغتون ته وړل شوی او د پولیسو له لوري د دوسیې تر بشپړېدو وروسته خپلوانو ته سپارل شوی دی.
تر دې مخکې په کوټه کې د طالبانو څو قومندانان د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شول. ځینو طالب سرچینو د افغانستان ملي امنیت د خپلو قومندانانو په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړی و خو ځینو نورو سرچینو د طالب قومندانانو وژنې د طالبانو په تحریک کې له خپل منځي اختلافاتو سره تړلې دي.
مفتی صاحب جناب، دا چې ملا ذاکري طالبانو ته ویلي چې پر افغان ځواکونو حملې ونه کړي دا یې ځکه د مرګ سبب شو چې د آی اېس آی دستور طالب ته دا دی چې باید افغان ځواکونه ووژني، او دا چې د ذاکري صیب او د آی ایس آی تر منځ اختلاف راولاړ شوی نو پلار محترم دې امریکایانو نه بلکه آی ایس آی وژلی دی.
خدای دې و بخښي که دې نه بخښي!!!
د دې ظالم په فتوا د زرګونو کسانو ویني توی سي دي.
خو د ده د وژل کېدو څخه داسي مالوميږي چي طالبانو باندي نوې نخشه را روانه ده یعني طالبانو ته یو بل شکل ور کول کېدونکی دی. خدای دي وکړي چي د افغانانو به خیر تمام سي.
بلکل په همدی توګه ګندیری صاحب
محترم ګنډیری صاحب ته خو ډیر ښه وایی خو خدای دی وکړی چه ددې ړانده زوی سر یی په خلاص شی
ملا ذاکری ښايی داسې مشوره طالبانو ته نه وي ورکړې، چې د افغانانو پر ځای امریکایان وولی ځکه په کوټه کې داسې هوښیار ملا نشته
که بیا هم نوموړي دا مشوره ورکړې وی بیا نو امریکایانو نه بلکې د پاکستان آی اس ویشتلی.
امریکایانو چې ویشتلی هغوی به هغوی به جنګی قوماندانان او یا نومول شوي والیان وژلی چې عملا په جګړه کې بوخت دی.
زه د افغانستان په امنیت غږ کوم، چې څه بلا وهلی یاست، لږ کار وکړی او د کوټې او میرانشا له تالڅټو مو خلاص کړئ
ملا ذاکری ښايی داسې مشوره طالبانو ته نه وي ورکړې، چې د افغانانو پر ځای امریکایان وولی ځکه په کوټه کې داسې هوښیار ملا نشته
که بیا هم نوموړي دا مشوره ورکړې وی بیا نو امریکایانو نه بلکې د پاکستان آی اس ویشتلی.
امریکایانو چې ویشتلی هغوی به هغوی به جنګی قوماندانان او یا نومول شوي والیان وژلی چې عملا په جګړه کې بوخت دی.
په ګران هیواد کې دې الله(ج) دغه وژنې ده ټولو ګرانو هیواد والو بندې کې او دغه وژنې او کرکې دې الله (ج) په هوسا یې ، خوشالې ، ارامې واړوې. امین امین امین
هلال وروره ! ښا يې چې تا سې ته به پته نه وې دمفتې رحمت الله په نا مه یو عالم وو ده فتوی ورکړې او څو ځا یه یې په تقا ریرو کښې ویلې وه چې دملې اوردو او ملې پولیسو وژل نه دې روا چې په نتیجه کې په (۲۵ – ۱ – ۲۰۱۳ زیږدیز کال ) په کوټه وویشتل سو. داغه رنکه څو کاله مخکې په پیښور کې بل عالم په نا مه دمولانا حسن جان صاحب چې هغه ویلې وه چې انتحا رې (فدایې ، استشهادې ، ځان مرګی ، ) نه دی روا چې هغه هم وویشتل سو. دا چې څوک یې ولې ؟ ولې یې ولې؟ پر څه یې ولې؟ ددوی ګټو خنډ دې که څنګه؟ زه نه پوهیږم والله اعلم.
چې ستا سې او دنورو لوستونکو نظر به څنګه وې؟ په درنښت
http://pa.azadiradio.mobi/a/25247302.html
ماشومانو یو تور مخی قاتل لیدلی
د تا ند ا دارې ته سلامونه اودرنا وې وړاندې کوم.
تیر ما ښا م (۲۴ ساعته مخکې) مې پر همدغه لیکنه تبصره کړیوه چې هر اړخیزه ، منا سبه او دخپریدلو وړ وه. هیڅ ډول کمې پکې نه وه.داچې موږ یې په ډیر تکلیف ولیکو او تا سو درانه وروڼه یې نه خپروی پر همدغه خبره با ید تا سې پخپله روڼا واچوی !!!!!!!!!!!!! په مینه او درنښت
ده ته خو دخدای پاک بښنه وکړی مګرکه دحق نه تیر نهشود افغانستان په ورانۍاو دپښتنوپه بدنامۍ او دا دنن روځی حالت چی پښتانه څنډی ته ټیل وهل شویدی دده په توسن ده چی نوموړی او مولوی عبدالعلی دیو بندی غلطی مشوری او بیځایه فتوی ګانی ورکولی او حتی د ننه په ملک کی یی خپلو مسلمانو افغانانو د وژلو لپاره د شر او فساد پنامه د وژلو وړ بلل،دپښتنو افغانانو نننۍ حالت د همدی نخلکو دغلطو کړنو د نیالګیو میوه ده.زما ښه په یاد دی چی ولسمشر حامد کرزی دخپل ریاست په لومړۍ دوره کی نوموړۍ په کنایه یا داوه چی په چمن د پاکستان کی ناست دۍ او زموږ دپښتنو او افغانانو دوژلو فتوی ګانی ورکوی!دا زما د خپل خان خبره نه ده بلکه د هماغه وخت رښتیا دی اوس چی نوموړۍ دډبه ولوید او زوړ شو نو د اجنسی ګانو لپاره پکار ده چی په نوی پرزهییبدل کړی او دده لپاره تر مرګ او جنت ښه شۍ نور چیری دی، اوس به یی زویپه غالب ګومان د پلار په زړه چوکۍ کینی او بیا به هماغه زړه لویه لوبه د سره پیل کوی البته د نوی ولولو سر.
ده ته خو دخدای پاک بښنه وکړی مګرکه دحق نه تیر نه شود افغانستان په ورانۍ او دپښتنوپه بدنامۍ او دا دنن روځی حالت چی پښتانه څنډی ته ټیل وهل شویدی دده په توسن ده چی نوموړی او مولوی عبدالعلی دیو بندی غلطی مشوری او بیځایه فتوی ګانی ورکولی او حتی د ننه په ملک کی یی خپل مسلمان افغانان د شر او فساد پنامه د وژلو وړ بلل،دپښتنو افغانانو نننۍ حالت د همدی خلکو دغلطو کړنو د نیالګیو میوه ده.زما ښه په یاد دی چی ولسمشر حامد کرزی دخپل ریاست په لومړۍ دوره کی نوموړۍ په کنایه یا داوه چی په چمن د پاکستان کی ناست دۍ او زموږ دپښتنو او افغانانو دوژلو فتوی ګانی ورکوی!دا زما د خپل خان خبره نه ده بلکه د هماغه وخت رښتیا دی اوس چی نوموړۍ دډبه ولوید او زوړ شو نو د اجنسی ګانو لپاره پکار ده چی په نوی پرزه یی بدل کړی او دده لپاره تر مرګ او جنت ښه شۍ نور چیری دی، اوس به یی زوی په غالب ګومان د پلار په زړه چوکۍ کینی او بیا به هماغه زړه لویه لوبه د سره پیل کوی البته د نوی ولولو سر.